لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ملالې بريد پاکستان کې په ټولو جينکو بريد دى ،صدرزرداري


دپاکستان صدر اصف علي زرداري وئيلي دي چې په 14 کلنې ملالې يوسفزۍ دطالبانو بريد پاکستان کې په ټولو جينکو او تهذيب بريد دى
دپاکستان صدر اصف علي زرداري وئيلي دي چې په 14 کلنې ملالې يوسفزۍ دطالبانو بريد پاکستان کې په ټولو جينکو او تهذيب بريد دى
دپاکستان صدر اصف علي زرداري وئيلي دي چې په 14 کلنې ملالې يوسفزۍ دطالبانو بريد پاکستان کې په ټولو جينکو او تهذيب بريد دى.
په عين حال کې برطانيې ته دملالې يوسفزۍدرسول کيدو وروستو دبرمنگهم په هسپتال کې ميډيکل ډائريکټر ډيو راسر وئيلي دي چې دملالې په رغيدو کې به يو څه وخت لگي.
دازربائيجان په پايتخت باکو کې يوې غونډې ته دوينا په مهال دپاکستان صدر اصف علي زرداري وويل چې په ملالې يوسفزۍ بريد ، څوک چې د11 کلنۍ څخه دجينکو دتعليم لپاره هلې ځلې کوي په پاکستان کې په ټولو جينکو ، تعليم او په ټولو مهذبه خلکو بريد دى.
صدر زرداري وويل کوم کار چې ملالې يوسفزۍ کړى هغه دخداې په وړاندې دترهه گرو له لوري دهاغه کار څخه غوره دى چې هغوي يې دمذهب په نوم کوي.
په ملالې يوسفزۍ تيره هفته دسوات مرکزي ښار مينگوره کې ترهه گرو هاغه مهال بريد کړى ؤ چې هغه دسکول په يو گاډي کې کور ته روانه وه.
زرداري وائي دغسې بريدونه به پاکستان دپراخه ټولنيز انصاف دخپل لټون څخه پشا نۀ کړي.
هغه وويل ترهه گر به زمونږ په مستقبل کومه اغيزه ونۀ کړي، مونږ ته به پخپل خپل مستقبل متعين کول وي.
دگل په ورځ ملاله يوسفزۍ دځانگړي علاج لپاره دبرطانيې برمنگهم ښار ته وړل شوې وه، چې دغلته دډاکټرانو وينا ده دهغې درغيدو يوه ښه موقع شته.
داتوار په ورځ دملالې يوسفزۍ سره دملاتړ لپاره دسندهـ سرښار کراچۍ کې خواؤشا 10,000ؤ کسانو يو لاريون کړى ؤ.
دډاکټرانو ترمخه ملالې يوسفزۍ دبرمنگهم په کوئن الزبتهـ روغتون کې په سکون سره شپه تيره کړې او دهغې حالت داطمينان وړ دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG