لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"د نړۍ پښتانه پر یوه ټغر راغونډوو": پښتون ګلوبل ډایاسپوره اعلامیه


پښتنون ګلوبل ډایسپوره (پي، جي، ډي) په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې دا تنظيم په نړۍ کې د پښتنو ټولنه په خپلو کې د کلکو، پیاوړو او سپیځلو اړیکو په خاطر د یو بل سره تړل غواړي.

د اعلامیې د اعلان په وخت د پښتون کاونسل کنېډا صدر سراج خان وویل "د نړۍ پښتانه پر یوه ټغر راغونډوو"

په اعلامیه کښې وویل شول پي، جي، ډي غواړي چې یوه داسې ټولنه تیاره کړي چې د پښتنو په خاوره د امن، ازادۍ او خوشالۍ په خاطر وېښې هلې ځلې وکړي.

پي، جي، ډي د پښتون تحفظ مومینټ او ټولو هغو تحریکونو ملاتړ کوي چې په پښتنه خاوره د امن، ازادۍ او بشري حقونو د تحفظ په خاطر غږ پورته کوي.

پي جي ډي دا هم وویل چي دوی په نړۍ کښې په عمومي توګه له بهر مېشتو پښتنو او په ځانګړې توګه له پښتنو اندیالانو(اینټلیجنشیا) څخه هیله کوي چي د پښتنو په رایوځای کولو کښې خپل رول ولوبوي.

د پښتون ګلوبل ډایاسپوره یا پوریژني پښتانه د درې ورځني ورکشاپ په پای کښې د کنېډا په میسي ساګا پوهنتون کښې کانفرنس ته د نړۍ د یو شمېر هیوادونو څخه راغونډوشویو پښتنو پوهانو ویناګانې وکړې، چي پکښې د "لرغوني ساینس او پښتونخوا" په موضوع ډاکټر الماس خان، " په پاکستان کښې ځپل شوي قامونه" هجن کلهوړو، " د پښتنو د پاکستان سره نوې عمراني تړون" ډاکټر زبیر مسید، "یو سپیځلې نړئ واله پښتنه ټولنه او عصري لاسته راوړنې" ډاکټر کاظم حزب الله، "د پښتني ټولنې اوسني کړکېچن حالات او د امن په لور اخیستل شوي ګامونه" زاکر حسین لالا، " د پښتنو نن او پرون" نورالله اتل او د کانفرنس اعلامیه پروفیسر سراج خان وړاندي کړه.

غونډې ته په واشنګټن کښې د پاکستان پخواني سفیر پروفیسر حسین حقاني د ویډیو له لارې وینا وکړه. ښاغلي حقاني وویل په تېرو څلوېښتو کلون کښې د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته مېشت پښتانه ځورول شوي او د ستونزو سره مخ دي. هغه د کانفرنس جوړونکو ته ډاډ ورکړو چي د ځپل شویو او شاته پاته شوو قامونو د حقونو لپاره په پورته کوونکي غږ کښې به ورسره اوږه په اوږه ولاړ وي. ښاغلي حقاني په دې خبره د خوښۍ اظهار وکړو چي پښتانه د خپلو حقونو د غوښتلو په خاطر اوس راویښ شوي دي.

ښاغلي ذاکر حسین په خپلو خبرو کښې وویل چي پښتانه دا وخت په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري بڼه د ستونزو سره مخ دي.

ښاغلي نورالله اتل وویل چي پښتانه په نړۍ کښې او په ځانګړې بڼه په افغانستان او پاکستان کښې د پرمختګ له بهیر څخه لیري پاته کړی شوي دي. هغه زیاته کړه پښتانه باید د خپلو کمزوریو احساس ولري او په اینده کښې د پیاوړي ژوند لپاره یو قوي او کره تګلاره ولري.

ډاکټر کاظم وویل د بهر مېشتو پښتنو نوې جوړه شوې اداره (پښتون ګلوبل ډایاسپوره) په خپلو کارونو د یویشتمې پېړۍ او نوې عصري ضرورتونو مطابق په ساینسي انداز مخ په وړاندي وړي. هغه وویل د نورو کارونو ترڅنګ به دغه اداره د بهر مېشتو پښتنو او پښتون قام د مسلو او وسیلو علمي څېړنه کوي.

د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه او جشن

په میسي ساګا پوهنتون کښې د کانفرنس نه وروستو د افغانستان دخپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن ولمانځل شو.

جشن ته وتلي هنرمند هارون باچا د وتلو پښتنو ملتپالو شاعرانو کلامونه او فوک لوریز افغان سازونه وړاندي کړل. د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په جشن کښې د نارینو ترڅنګ مېرمنو او ماشومانو په ګڼ شمېر کښې ګډون وکړلو. لیدل کېدل چي پښتانه زلمي د هرې سندرې سره اتڼ پاڅېدل او په مخونو یې د خوشالۍ او ویاړ خنداګانې لیدل کېدلې.

په تالار کښې دا هم لیدل کېدل چي د افغانستان یا پښتون وطن په نوم د هر کلام سره د افغانستان بېرغ رپول کېدلو.

په تالار کښې ناستو زیاترو کنېډايي افغان پښتون وګړو افغاني کالي اغوستي وو او په لاسونو کښې یې د افغانستان بیرغونه ول.

د پي جي ډي د سیمینار او موسیقۍ د پروګرام تابیا پښتون کاونسل کنېډا او پیوستون سازمانونو په ګډه کړې وه.

(د خبر په معلوماتو کې نورالله اتل کومک کړی دی)

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG