لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو احتجاجي قوت څنگه په زرگونو خلک یو کړل؟


اسلام اباد کې د پښتون لاريون ناسته
اسلام اباد کې د پښتون لاريون ناسته

د پاکستان يادې ورځپاڼې ډان د " احتجاج قوت" د سر خط لاندې په پښتون لاريون خپله اداريه کې ليکلي، چې څنګه په يو ساده غږ باندې د نقيب الله مسيد د انصاف دپاره د فاټا او خېبرپښتونخوا نه خلک رایوځای شو، او په حېرانوونکي ډول د زرګونو په شمېره کې د غورځنګ په شکل کې اسلام اباد ته ورسېدل.

د انگریزي ورځپاڼې ډان په دې اداریه کې د پښتنو احتجاج کونکو د هغو گیلو خبره هم کړې ده چې وايي پاکستاني میډیا د دوی احتجاج ته ځای نه دی ورکړی.

د احتجاج ملاتړو او مخالفینو دواړو د ١٠ ؤ ورځو پورې په اسلام اباد کې د روان احتجاج نه ځانونه زیاتره په سوشل میډیا خبر کړي او یا بیا په پښتو، اردو او انگریزي ژبو کې بهرنیو رسنیو په دغه احتجاج معلومات ورکړې دي.

په سوشل میډیا باندې دا نیوکې هم تر ننه پورې کیږي چې ځايي میډیا په احتجاجي لاریون سترگې پټې کړې وې خو د ډان مقاله د ځايي میډیا د بې پرواهۍ په هکله وايي چې کیدی شي د ځايي ټېلې وژنونو د کېمرو لپاره احتجاج کونکو څه دلچسپ منظرونه نه وړاندې کول.

د پښتنو احتجاج کونکو چغو سورو کیدی شي د پاکستاني میډیا لپاره اهم نه وو خو د امریکې معتبره ورځپاڼې نیویارک ټایمز په خپل یو رپورټ کې لیکلي وو چې ځوانانو پښتنو د جبر پرضد اواز په یو بل رنگ کې وړاندې کړی و. ورځپاڼه د وتلي خبریال رحیم الله یوسفزي له خولې لیکي چې داسې احتجاج په کلونو کلونو نه دی شوی.

د پاکستان شخصي ټیلې وژن دنیا ټي وي په ویب پاڼه لیکي احتجاج د ظلم او تندروۍ پرضد یو غږ و او زیاتوي چې دا د هغو کمزورو خلکو غونډه وه چې د پاکستان امرانه واکدارانو یې خولې بندې کړې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG