په فېلېپينز کې یوعدالت د ابو سیاف نومې ډلې ۱۷وسله والو ته پېسو دپاره د ۲۱ سېلګرو د تښتولو په جرم د عمر قېد سزاګانې اورولي دي.
په منیلا کې د انصاف وزارت وویل په سزا شویو کسانو کې د ابو سیاف دوه مشران هېلېریون سېنتوس او ريډېنډو ډیلوسه، هم دي چې نومونه يې د ملګرو ملتونو د ترهګرو په تور فهرست کې هم شامل دي.
د کال ۲۰۰۰ د اپرېل په میاشت کې د ابو سیاف مسلح وسله وال په تېزرفتار کښتیو کې د فېلېپین د ځنګلونو نه ووتل، په ملېشیا کې په یو سیاحتي مرکز يې یرغل وکړو او ۲۱ کسان يې یرغمال کړل. په یرغمال کسانو کې د مغربي سېلګرو په شمول د سیاحتي مرکز مقامي کارکوونکي هم شامل وو.
د فېلېپین په جنوب کې اباد د مسلمانانو په وسله والې ډلې په سیمه کې په باغیتوب کې د ککړتیا الزام دی. فېلېپينز او امریکا ابو سیاف ترهګر تنظیم بللي.
په ابو سیاف الزام دی چې د نونسوه نوي په لسیزه کې به يې بمي چاودنې کولې، خلک به يې د پېسو دپاره تښتول او د خلکو سرونه به يې غوڅول خو د جنګ په مېدان د شکستونو، د وسله والو د تسلیمېدو او د خپل منځي جګړو وروسته دا تنظیم کمزوری شوی دی.
په کال ۲۰۰۰ کې یرغمال شوي کسان چې ابو سیاف د پېسو په بدل کې ازاد کړل نو وروسته د فېلېپين پوځ د ډلې خلاف عملیات شروع کړل چې په مهال يې د ابو سیاف ګن شمېر وسله یا خو ووژل شوو او یا ونیول شوو.
د وسله والو د هغه ډلې مشر غالب اندانګ چې سېګري يې تښتولي وو په کال ۲۰۰۵ کې په منیلا کې زندان نه د تښتېدلو په مهال د پولیس په ډزو ووژل شو.
Forum