لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انوار الحق کاکړ: د تحریک طالبان پاکستان سره هیڅ ډول مزاکرات نه شي کېدی


د انوار الحق کاکړ په مشرۍ کې په پېښور کې د امنیت په اړه غونډه وشوه او نوموړي ویلي، د خېبرپښتونخوا پوليس او سي ټي ډي د پياوړي کولو دپاره د اقداماتو ضرورت دی
د انوار الحق کاکړ په مشرۍ کې په پېښور کې د امنیت په اړه غونډه وشوه او نوموړي ویلي، د خېبرپښتونخوا پوليس او سي ټي ډي د پياوړي کولو دپاره د اقداماتو ضرورت دی

د پاکستان وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي، د تحریک طالبان پاکستان سره هیڅ ډول مزاکرات نه شي کېدی ځکه چې دغه ډله بې ګناه خلک په نخښه کوي او د پاکستان د رياست پرضد کارروايانې کوي.

د سرکاري خبري ادارې اې پي پي ترمخه نوموړي دغه خبره پېښور کې د يوې غونډې په مهال مطبوعاتو سره په خبرو کې کړې ده.

هغه ویلي د ترهګرۍ نوغی به ويستل کيږي.

د عمران خان په حکومت کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په منځګړيتوب ټي ټي پي سره مذاکرات پېل شوي وو خو څه نتيجې یې مخې ته نه وې راغلې او په دغو مذاکراتو په پاکستان کې سياسي ګوندونو او د پي ډي اېم اتحادي حکومت تورونه لګولي چې د مذاکراتو په مهال پاکستان ته وسله وال راوستل شوي او اباد کړی شوي وو.

په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلا بېلو سیمو او په ځانګړي ډول په خېبرپښتونخوا او په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې وه. امنیتي ځواکونه وايي چې ګرد هیواد کې یې د وسله والو پرضد د استخباراتي معلوماتو په اساس دعملیاتو لړۍ چټک کړې ده او په دې عملیاتو کې یې ترهګرو ته درانه ځاني زیانونه اړولي دي.

د پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټدیز يا پکس د رپورټ له مخې سږ کال په وړومبو نهو مياشتو کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 489 پېښې رپوټ شوي او په دې کې په مجموعي توګه 763 تنان وژل شوې دي او د تېرکال په مقابله کې سږ کال په نهو میاشتو کې ترهګري 29 فیصدي زیاته شوې ده.

دغه رپورټ کې ویل شوي د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ 65 پېښې رپوټ شوې دي 136 کسان پکې وژل شوي او د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ 99 پېښې رپورټ شوې وې خو په هغه میاشت کې ځاني تاوان د ستمبر په مقابله کې کم شوی وو.

په رپورټ کې ویل شوي، د بلوچستان په مستونګ کې شوې د ترهګرۍ غټې پېښې له امله د ستمبر په میاشت کې ځاني تاوان زیات شوی دی.

په بلوچستان کې د ترهګرۍ 20 پېښې شوې 77 کسان پکې وژل شوي او قبايلي ضلعو کې د ترهګرۍ په 17 پېښو کې 19 کسان وژل شوي وو.

د ای پي پي‌ د خبر ترمخه د انوار الحق کاکړ په مشرۍ کې په پېښور کې د امنیت په اړه غونډه وشوه او نوموړي ویلي، د خېبرپښتونخوا پوليس او سي ټي ډي د پياوړي کولو دپاره د اقداماتو ضرورت دی.

هغه زیاته کړې، چاته اجازت نه شي ورکولی چې يو تنظيم يا ډله وسله اوچته کړي او رياستي عملداري چېلنج کړي.

ويل شوي وزيراعظم ته په صوبه کې د امنيت احوال وړاندې کړی شوی او صوبې ته د ورپېښو مالي مشکلاتو څخه خبر کړی شوی دی.

هغه ويلي پوليس ته به جديد الات ورکولی شي چې په ښه ډول د ترهګرۍ مخنيوی وکړی شي.

هغه زياته کړې، مرکزي او صوبايي حکومتونه نېشنل اېکشن پلان عملي کوي.

نګران وزیراعظم دا ډاډ هم وړاندې کړو چې د خېبرپښتونخوا د مالي مشکلاتو او ورګډو قبايلي ضلعو د مسلو هوارولو دپاره به تګلاره جوړولی شي.

د وزيراعظم سره په غونډه کې ګورنر غلام علي، نګران وزيراعلا اعظم خان، صوبايي وزيرانو او لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG