تیره شپه په دوبۍ کې د پاکستان سپر لیګ ټورنامنټ په ۶ لوبه کې پېښور زلمي لوبډلې لاهور قلندر لوبډلې ته په یوه اسانه لوبه کې به ۷ وکټو ماتې ورکړه.
د پي اېس اېل روان ټورنامنټ یا سیزن دغه شپږمه او د پېښور زلمو دوېمه لوبه وه. پېښور زلمو ټاس یا پچه وګټله او لاهور قلندر ته يې د لومړي بېټنګ بلنه ورکړه.
د ای بي ډېویلېرز او ډاوسېچ په شان پیژندلي نړیوالو او د فخرزمان په رنګ قامي لوبغاړو د پېښور زلمي حسن علي، وهاب ریاض او ابتشام شېخ د غوره بالنګ مقابله وه نه کړی شوه او د لاهور قلندر ټول ټېم په ۷۹ منډو جوړولو وسوځیدل.
د لاهور قلندر لخوا ډاوسیچ ۱۹ او ای بي ډیویلېرز ۱۴ منډې جوړې کړې. د دغو دواړو علاوه اغا سلمان ۱۳ رنزونه جوړ کړل. د پېښور زلمو لخوا حسن علي ۴، وهاب ریاض ۳، ابتشام ۲ او کېرن پولارډ ۱ وکټ ترلاسه کړو.
د ۷۹ منډو په ځواب کې پېښور زلمو دغه حدف په لومړي ۱۰ اوورونو کې پوره کړو. د پېښور زلمي لخوا عمر امین تر ټولو زیاتې ۶۱ منډې جوړې کړې. امام الحق ۶ او کامران اکمل بغیر د سه منډو جوړولو د شاهین اپریدي په بال وسوځیدو.
د لاهور قلندر لخوا شاهین اپریدي، حارث روف او راحت علي یو یو وکټ ترلاسه کړو.