لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي ای احتجاج کې درې پوځیان، یو پولیس او یو مظاهره چي وژل شوي دی


د پاکستان تحريک انصاف پي ټي آی پلویان د خپل احتجاج په مهال په اسلام اباد کې د پارلېمنټ د ودانۍ سره نږدې ډي چوک ته رسېدلي دي، د دې باوجود چې پوليس او رېنجرز ځواک د مظاهره چیانو د مخې نيولو هڅې کولې او د امنيت په ځای کولو دپاره اسلام اباد ته پوځ بلل شوی دی او رپورټونه وايي په اړي ګړي کې پینځه کسان وژل شوي دي.

خبري ادارې وايي د احتجاج په مهال اړي ګړي کې د رېنجرز ځواک لږ تر لږه درې عسکر او يو پولیس وژل شوی دی. اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي یو ملکي تن هم وژل شوی دی.

ای پي وویل د خبریالانو په شمول په لسګونو کسان زخمیان شوي هم دي. ای پي وویل د پي ټي ای د باني او د پخواني وزیراعظم عمران خان په لګونو پلویانو ای پي دپاره کارکوونکي په یو وډیوګرافر حمله وکړه، ويې وهلو او د هغه کېمره يې واخیستله. هغه په سر زخمي شو او درملنې دپاره هسپتال ته منتقل کړی شوی.

د پي ټي ای پلویان د عمران خان د ازادۍ دپاره احتجاج کوي، وایي تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوي ډي چوک به نه پرېږدي.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه د رېنجرز ځواک څلور عسکر وژل شوي دي او د داخله وزارت د وژنو تصدیق کړی دی خو ذمه واري يې په چا نه ده اچولې.

وزیراعظم شهبازشریف مظاهره چیان ذمه وار وبلل او الزام يې ولګولو چې مظاهره چیانو رېنجرز عسکر په موټر ووهل.

شهبازشریف په یو بیان کې وویل دا امناکه احتجاج نه دی، دا انتهاپسندي ده.

ای اېف پي خبري ادارې وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ په اړي ګړي کې یو پولیس ووژل شو.

تحریک انصاف ګوند دعوه کړې، پوليسو پرې نېغې ډزې کړي، درې غړي یې وژل شوي دي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي، د پي ټي آی د احتجاج صورتحال د پټ ځای څخه مشرتابه کنټرولوي، د دې احتجاج په شا پټ لاس دی، خو هغه د دغه لاس په اړه څه نه دي ویلي چې د چا يا کوم لاس دی.

مطبوعاتو سره خبرو کې یې ويلي، حکومت ځاني تاوان نه غواړي، احتجاج ته د پښتونخوا نه ټولې قافلې راغلي، د پنجاب قافلې پکې نشته.

عمران خان په اېکس یو پوسټ کې وویل خپل ټیم ته دا پېغام ورکوي چې د اخېره پورې وجنګېږي. هغه وویل هغه څوک چې په پوځي عدالت کې ورته د مقدمې دړکه ورکوي وايي د خپل دریځ نه به نه په شا کېږي که څوک ورسره څه سلوک هم وکړي.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د پي ټي آی مظاهره چیان ډي چوک ته رسېدلي، او د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، څو پورې چې عمران خان لارښوونه نه وي کړي، د ډي چوک نه به وړاندې نه ځي.

نن سهار پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي وو، قافلې اسلام اباد ته داخلې شوي او په سرينګر هایي وی پرې پوليس شيلنګ کوي، پاکستاني مطبوعات وايي، د پوليس او پي ټي آی د کارکنانو ترمنځ نښتې روانې دي.

ويل شوي وو، د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور او د عمران خان مېرمن بشرا بي بي د قافلو مشري کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي پي ټي آی ته د په سنګجاني کې د احتجاج وړانديز کړی، او ويلي يې وو، که پي ټي آی د دغه ځای دپاره خواست وکړي نو انتظامیه به ورته اجازت ورکړي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په 24م نومبر د اسلام اباد په ډي چوک باندې د احتجاج اعلان کړی وو، خو دوی د اتوار په ورځ اسلام اباد ته نه وو رسېدلي.

پي ټي آی د خپلو غوښتنو د منظورۍ دپاره د اسلام اباد په ډي چوک کې پرلت ورکول غواړي. پي ټي آی د خپل باني مشر عمران خان په شمول د دغه ګوند د ټولو بندي مشرانو خوشي کول، دویمه د 26م اییني بدلون د ختمولو او درېمه په انتخاباتو کې د شوو درغلیو د پلټنو لپاره د خپلواکه کمېشن جوړولو غوښتنې کوي.

د پاکستاني مطبوعاتو د رپوټونو ترمخه د ګل،دوشنبې په ورځ د حکومت او پاکستان تحریک انصاف ترمنځ شوو مذاکراتو لومړۍ پړاو بغیر د څه نتیجې ختم شوی دی، او تحریک انصاف د پخواني وزیراعظم عمران خان د سمدستي خلاصون په خپلې مطالبې ولاړ دی.

د ګل په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر په احتجاج کوونکو غږ کړی وو چې په سوله ییز توګه احتجاج وکړي او تشدد نه دې ډډه وکړي. د دې تر څنګ هغه د پاکستاني چارواکو نه هم غوښتنه کړې وه چې د بشري حقونو او بنیادي ازادیو درناوی دې وکړي.

د اسلام اباد کمشنر ویلي، اسلام اباد کې به نن په 26م نومبر هم سرکاري او شخصي تعليمي ادارې تړلې پرتې وي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG