لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوڅانو سیمو ته دې پښتانه ځواکونه نه لېږل کیږي – منظور پښتین


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتین وایي، په بلوچستان کې دې د بلوڅانو سیمې ته پښتانه ځواکونه نه لېږل کېږي، او که د چا له بلوڅو سره دښمني وي، هغه دې خپله هلته ورشي.

منظور پښتین دا خبرې د اتوار/یکشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۸مه د بلوچستان د مرکزي ښار کوئټې په هاکي میدان کې یوې احتجاجي جلسې کې وکړې.

په یادہ جلسه کې د عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند استازو، د لادرکه بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکي تنظیم مشرانو ، ښځینو او په زرګونه فعالانو ګډون کړی و.

دا جلسه د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د علي وزير او د غورځنګ د نورو فعالانو د نيولو او په بند کې د اچولو پر ضد جوړه شوې وه.

جلسې ته د وينا پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وويل دلته چې څوک د امن خبره کوي هغه په جېلونو کې اچول کېږي. د پښتين په خبره د غورځنګ مخکښان او غړي په زندان کې اچول شوي خو بل لوري ته حکومت له سخت دریځو ډلو سره روغې کوي.

"علي‌ وزیر، حنیف پښتین ،اویس ابدال او نور په دې تور په زندان کې دي چې د پاکستان ادارو ته یې بد ویلي دي خو د هغه تحریک لبیک پاکستان ټول غړي یې خوشي‌ کړل شي پر هم دې ادارو یې د کفر فتواوې لګولې وې."

منظور پښتين وويل چې غورځنګ به په هر حال کې پښتانه سره يو کوي او هدف يې همدغه دی. پښتین زیاته کړه چې اوس ګني پاکستان کې د پښتنو سپکاوی کېږي او پښتنو سره د مېرې سلوک کېږي. د هغه په خبره، نن هم پر چېک پوسټونو د خلکو تلاشۍ اخيستل کېږي.

منظور پښتین د چا د نوم اخيستلو پرته وويل: "له طالبانو سرہ ستاسو خپلوي دہ، ته پر چیک پواینټونو بیا څوک ګورې چې جوړکړي دي دي، چې څوک اسلحه ګرځوي، څوک ټوپک ګرځوي ھغه سرہ ستا ملګرتیا دہ، له ھغه سرہ ستا جوړہ دہ، پټې خبرې خو پټې دي خو چې اوس دې ښکارہ معاہدہ وشوله نو دا چیک پوسټونو باندې چې ګاډو ته سر ور دننه کړې څه پکې ګورې؟"

په دې احتجاجي ناسته کې د عوامي‌ نشنل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي وویل چې له پاکستان سرہ، له آئین سرہ، له حکومت سرہ د پښتنو دوښمني ندہ. د ھغه په خبرہ د انصاف دہ او د انصاف غوښتل د هر انسان حق دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د افغانستان په اړه هم وغږېد او ویې ویل: د نړۍ د زورورو د ناسمو فيصلو له وجې افغانستان له تباهۍ سره مخامخ دی، هلته خلک له سختو مالي ستونځو سره مخ دي. په داسې وخت کې د پاکستان له اړخه دروازې وتړل شوې چې د افغانستان د خلکو پخې میوې خرابې شوې او سخت مالي تاوان یې وشو.

د جلسې د وينا والو د تورنو په اړه د بلوچستان يا د سيند ايالتي حکومت او يا هم د پاکستان مرکزي سم دستي جواب ندی ويلی خو تر دې وړاندې د پاکستان مرکزي حکومت او د پاکستان د پوځ ادارې د پي ټي ايم داسې تورونه په پوره توګه رد کړې او تورونه يې پورې کړې چې پي ټي ايم پداسې کړنو او ويناوو باندې د پاکستان ادارې بدناموي، خو پي ټي ايم هم دغه تورونه ردوي.

پښتن وويل که بيا هم په لس ورځو کې علي وزیر او نور ملګري يې خلاص نشي بيا به له کراچۍ څخه د کوټې پر لاره و خیبر پښتونخوا او اخېر و اسلام اباد ته ځي او هلته به تر ھغه پرلت کوي چې تر څو یي و پښتنو د ورپېښو مسئلو نه وي حل شوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزیرستان څخه د پاکستان د پارلمان غړی د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر پر ۱۶مه د سيند حکومت په غوښتنه د پېښور پوليسو ونيوه او له هغه راهسي د کراچې په زندان کې بندي دی. پر علي وزير او د غورځنګ پر نورو مشرانو ۲۰۲۰م کال د دسمبر پر ۶مه په د کراچۍ سهراب ګوټ کې جلسې ته په وینا کې د ریاست او د رياست د ادارو پر د ضد خبرو کولو تورونه دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG