لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوټین: غربي بنکونه دې د افغانستان منجمد شوې پیسې خلاصې کړي


د روس صدر ولاډمیر پوټین ویلي مغربي بنکونو ته په کار ده چې د افغانستان منجمد شوې پیسې بېرته خلاصې کړي. پوټین د نهې/سې شنبې په ورځ په ماسکو کې د سرمایه کارانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، "طالبان په ملک کې حالات کنټرولوي، مونږ ته په کار ده چې د افغانانو سره مرسته وکړو. حد اقل مونږ باید په مغربي بنکونو کې د افغانستان منجمد شوې اثاثې خلاصې کړو، تر ټولو اول په امریکا کې چې بنکونو منجمدې کړي دي."

د ډېرو نورو ملکونو برخلاف، روس تر اوسه د کابل نه خپل سفارت ندی اېستلی او چې طالبانو په کابل قبضه ولګوله، نو د روس سفیر سمدستي د طالبانو سره ملاقات وکړ.

روس په کال ۲۰۰۳ کې طالبان د ترهګرو تنظیمونو په لېست کې شامل کړل او تر اوسه ماسکو له خپل دغه فهرست نه د طالبانو د اېستلو په برخه کې کوم ګام ندی اخیستی.

د روس د نافذه قوانینو په بنیاد، د داسې تنظیمونو سره هر ډول رابطه کول، د سزا وړ جرم دی، خو د روس خارجه وزارت د دې پوښتنې نه ځان تېر ایستی دی چې ولې بیا ټینګار کوي د افغانستان د استحکام په خاطر د طالبانو سره باید رابطې وساتلی شي.

نړیوال خبري اژانس ای ايف پي خپل يو پورټ کي ويلي دي چې نړیوال بينک د افغانستان د تړل شویو پيسو د یوې برخې يعنې پینځوؤ سوؤ میلينو امريکایي ډالرو د خلاصولو په پلان غور شورو کړی دی.

سر چيني وایي دغه پيسې به افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو خيريه ادارو دپروګرامونو د ملاتړ دپاره خلاصولی شي.

خو څيړونکي وایي يو خو دغه پینځه سوه میلينه ډالر د افغانستان څلور کروړه ابادۍ دپاره د نشت برابر دي ځکه چې د هيواد د نيمایي نه زیاته ابادي د خوراک کمي سره مخ ده او بل لا دي پيسو خلاصولو کې ډيرې ستونزې شتون لري.

څېړونکي دپیسو په خلاصیدو کې سترې ستونزې دا ښایي چې امريکې لا دکابل حکومت په رسميت نه دی منلی او بل په طالبانو دا تور دی چې حکومت کې یې هغه کسان شامل کړي دي چې د امريکا حکومت ته مطلوب دي.

په دې راپور کې د اسوشیټډپرېس نه هم معلومات اخیستل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG