د ټاکنو د کمېشن مشر کریسولوگو کرنگوا ویلي دي ښاغلې کاگمې کېدې شي چې د نوي فېصده نه زیات رایې واخلي.
د نوموړي په زرگونو مرستیالان د کېگالي ښار په فټ بال په لوې مېدان کې د خپل مشر د کیدونکی گټې د خوشحالو لمانځلو لپاره جمع شوي دي .
د گل په ورځ شوي ټاکنو کې په لوې شمېر کې برخه اخستې. ډیر خلک د نمر خاته نه وړاندې قطارونو کې ولاړ وو.
د ټاکنو چارواکي وایي ښکاري داسې چې ټاکنې په امن ناکخ ډول ترسره شوي دي.
د موجوده صدر پال کاگمې په مقابله کې درې نور کاندیدان هم ټاکنو کې ولاړ وو.
د روانډا د ټاکنو چارواکی وایي چې د ټاکنو د تازه نتیجو نه معلومیږي چې موجوده صدر پال کاگمې په غټ اکثریت کې د انتخابې گټې په لور روان دی.