د خېبرپښتونخوا د بنو بکاخېلو سيمه کې د پرونۍ چاودنې ضد احتجاجي مظاهره شوې چې په کې د علاقې ګڼو کسانو ګډون کړی دی. مظاهره کوونکو د ترهګرۍ د پېښې غندنه کړې او ويلي يې دي دا خاوره نوره د جنګونو زغم نه لري.
په بنو بکا خېل منډۍ سیمه کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ چاودنې یو تن وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د وژل شوي کس پېژندګلو د محمد خان په نوم شوې چې خواريکښ وو او د ځایي خلکو په خبره د دغه تن نه پینځه ماشومانې لوڼه او یوه مېرمن پاتې شوي دي.
په احتجاجي غونډه کې د وژل شوي تن جسد اېښودل شوی او وېنا کوونکو وویل چاودنه په داسې ځای شوې چرته چې د خلکو زیاته ګڼه ګوڼه وي.
په سیمه کې د پي ټي ایم فعال محسن وزیر غونډې ته په وېنا کې ویلي بکا خېل یوه پرامنه سیمه ده چرته چې د شمالي وزیرستان ضرب عضب نه بې کوره شوي کډوال په کېمپ کې ساتل کیږي.
هغه تور ولګوو دې خاورې ته نوی جنګ راوړل کیږي او چاودنه په داسې ځای شوې چې کاروباري مرکز دی او خلکو ګڼه ګوڼه په کې زیاته وي.
هغه ویلي د چاودنې غرض په خلکو کې ویره خورول دي چې دغلته بیا ناامنۍ ته لاره هواره کړل شي خو دوی به چاته دې خاوره ته د جنګي پالیسیو راوړلو اجازه ور نه کړي او احتجاجونو د لارې به یې مخه نیول کیږي.
د پاکستان پوځ او ریاست وایي پخپله د ترهګرۍ ښکار دي او د ګڼو عسکرو په تاوان یې یو شمېر لاسته راوړنې ترلاسه کړي چې په کې دغه قبایلي سیمې د عملیاتو په پایله کې د ناامنۍ څخه پاکول شامل دي.
په 24مه فرورۍ د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د مرکزي اېپکس کمېټۍ غونډه شوې او ويل شوي وو په غونډه کې پرېکړه شوې چې "پاکستان د کورنۍ بې ثباتۍ متحمل نه شي کېدی قومي يو والی، اتحاد او ګډه مبارزه د وخت ضرورت دی په دغه لړ کې قومي اتفاق راې جوړه کړی شي او په منځ کې جوړ خنډان دې لرې کړی شي".
د وزيراعظم هاوس د خبر ترمخه په غونډه کې "اتفاق شوی چې د ترهګرۍ خاتمه، معاشي بحالي او سياسي ثبات د يو بل سره تړلي دي".
خبریال ګوهر وزیر وویل بکاخېل سیمه 2009 م نه وړاندې د سختو جنګونو سره مخ وه چې تر مخه یې ځایي خلک خپل کورونو په پریښولو مجبور شوي دي.
هغه وویل دې ننۍ احتجاجي غونډه کې د علاقې په سلګونو خلک راغونډ شوي چې په ښکاره د ترهګرۍ د پېښو غندنه کوي.
هغه زیاته کړه بکا خېل منډۍ کې د ځایي خلکو د روزګار مهم مرکز او د معاش یواځينۍ سرچینه ده او د دغه ځای اوسیدونکي به بیا دا سیمه ناامنۍ ته پرې نه ږدي.
بکا خېل د بنو ښار نه نزدې 15 کلو میټره لرې لودیځه سیمه ده چې پولې یې د شمالي وزیرستان سره لګېدلي دي.
په سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند فعال ولی الله غونډې ته وويل،د ریاست نه دوی بیا بیا د امن غوښتنه کړې خو دا د امن غوښتنه یې نه منل کیږي.
هغه ویلي بد امني د علاقې په کاروبار او عام ژوند بدې اغېزې کړي ماشومان یې بې تعلیمه کیږي او روزګار یې په ټپه ولاړ دی.
وي او اې ډیوه په دې اړه د بنو انتظامیې او پولیس مشرانو سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو.
او د ضلعې د پولیس مشر ډي پي او ضیا الدین دفتر چارواکو وویل دا د تر هګرۍ پېښه وه مقدمه یې درج شوې او پلټنې یې پېل کړي دي.
د دوی په وېنا په دې پېښه کې وژل شوي او ژوبل کسانو د ويړيا علاج سره مالي مرستې ورکړل کیږي.