لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ار اېس اېف: پاکستانی خبریال چېرته دی؟


ار اېس اېف د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې د پاکستان سوېلین حکومت دې د قانون احترام وکړي او په سمدستي ډول دې ووايي چې عمران ریاض خان چېرته دی او په څه حال کې نیول شوی دی
ار اېس اېف د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې د پاکستان سوېلین حکومت دې د قانون احترام وکړي او په سمدستي ډول دې ووايي چې عمران ریاض خان چېرته دی او په څه حال کې نیول شوی دی

د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکونکې نړیوالې ادارې رېپورټرز ود اوټ بارډرز، ار اېس اېف، د پاکستاني ټېلې وژن کوربه "عمران ریاض" د بېدرکۍ په اړه ویلي که هغه ته څه زیان ورسېدو نو حکومت به یې زمه وار وي.

د ار اېس اېف په بیان کې عمران ریاض د بول ټي وي د کوربه په توګه ياد شوی خو زیاتره خلک یې د پخواني وزیر اعظم عمران خان د پلوۍ او د هغه لپاره په سوشل مېډیا د تبلیغاتو کولو لپاره پېژني.

ار اېس ایف په خپل بیان کې عمران ریاض سره د هغه اخیري نامه "خان" لیکلی نه دی خو نوموړی ځان په سوشل مېډیا د عمران ریاض خان په توګه ښي

د بې پولې خبریالانو ادارې د هغه د ژوند او خېر خېریت په اړه تشویش څرګند کړی، او غوښتنه يې کړې چې د هغه درک دې څرګند کړی شي

بې درکه شوي عمران ریاض په تېرو وختونو کې د حکومت یا استخباراتي ادارو لخوا په زور د خلکو د بېدرکه کولو د تګلارې ملاتړ کړی وو او ویلي یې وو چې د دغه ډول بېدرکو شاته به ضرور څه علتونه وي. نوموړي په دغه اړه يوټيوب باندې بحثونه هم کړي دي.

ار اېس اېف د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې د پاکستان سوېلین حکومت دې د قانون احترام وکړي او په سمدستي ډول دې ووايي چې عمران ریاض خان چېرته دی او په څه حال کې نیول شوی دی.

د ار اېس اېف ترمخه د بول نيوز نومې ټېلې وژن کوربه د می په ۱۱ نېټه د سیالکوټ په هوايي اډه پولیس ونیولو او ددغې نېټې راهسې بې درکه دی.

ار اېس اېف وویل عمران ریاض د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ په سر د احتجاجونو وروسته د امن او امان ساتنې د قانون دلاندې نیول شوی دی.

ار اېس اېف وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ د عمران ریاض د ګرفتارۍ په اړه په لاهور های کورټ کې د اورونې په مهال د پنجاب پولیس مشر د هغه په نیول کېدو کې د ریاست ذمه واري ومنله.

ار اېس اېف وویل د پولیس چارواکي عدالت ته وویل چې عمران ریاض پولیس ته نه و مطلوب او په ټول پاکستان کې هغه د پولیس سره نه دی خو اېجنسیانو د پولیس موټر (وېن) غوښتنه کړې وه. پولیس چارواکي وویل عدالت دې د اېجنسیانو ته پوښتنه وکړي چې د پولیس وېن يې ولې غوښتن و.

تېره ورځ یو بهرني خبریال هم د اطلاعاتو د وزیرې مریم نواز نه د عمران ریاض د بېدرکۍ يه اړه پوښتلي وو. هغې د عمران ریاض بېدرکي غندلې وه خو دا یې ویلي وو چې عمران ریاض خبریال نه دی او دا چې هغه د يو ګوند ښکاره پلوي وو.

د اېشیا پېسېفېک سیمې دپاره د ار اېس اېف مشر ډېنيیل باسټرډ وویل د اېجنسیانو ټکې د پاکستان پوځي استخباراتي ادارو ته استعمالېږي او دا چې عمران ریاض استخباراتی ادارو تښتولی دی.

باسټرډ وویل دا د وزیراعظم شهبازشریف د حکومت ذمه واري ده چې د قانون احترام وکړي چې خبریال عدالت ته وړاندې کړي او یا يې ازاد کړي.

باسټرډ وویل دا د وزیراعظم شهبازشریف د حکومت ذمه واري ده چې د قانون احترام وکړي چې خبریال عدالت ته وړاندې کړي او یا يې ازاد کړي

باسټرډ زیاته کړه چې که چېرې عمران ریاض ته څه نقصان ورسېدو نو پاکستاني چارواکي به يې نېغ په نېغه ذمه وار وي.

ار اېس اېف وویل خفیه سفارتي سرچینو چې ار اېس اېف ورسره مشاورت کړی وویل عمران ریاض په اړه د حکومت خاموشي دا امکان څرګندوي چې ممکنه ده چې د تښتول کېدو په او یا په حراست کې خبریال مړی شوی وي.

ار اېس اېف وویل عمران ریاض او د هغه ټېلې وژن چېنل د پخواني عمران خان حمایت کولو او ځکه ترې پوځ ویره کوله.

د بیان ترمخه عمران ریاض تېر کال په پوځ او د پوځ په استخباراتي ادارو د تنقید په سرد حکومتي وکیل په شکایت ګرفتار کړی شوی و. سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې هم هغه ګرفتار کړی شوی و.

د عمران ریاض په اړه د ار اېس اېف په بیان د پاکستان د حکومت او د پوځ لا څه دریځ مخې ته نه دی راغلی.

تېره هفته د وي او اردو څانګې سره مرکه کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د عمران ریاض په اړه د لاعلمۍ اظهار وکړو خو ويې وېل چې کله یو خبریال د یو ګوند طرفداري کوي نو هغه خبریال پاتې نه شي. "کوم صحافيان چې دومره ښکاره د يو ګوند ملاتړ کوي هغوي بيا صحافيان نه شي کېدلی."

ار اېس وویل د پاکستان استخباراتي ادارې د "ریاست دننه رياست" بلل کېږي او وخت په وخت پې د خبریالانو د اغوا کولو او د تشدد الزامات پې لګول کېږي.

د دې تازه مثال، ار اېس اېف وویل، خبریال ګوهر وزیر دي چې د اپرېل په ۱۹ نېټه وتښتول شو او د ۳۰ ګنټو په حراست ورته د بجلۍ شاټونه ورکړي شول او د پوځ په حمایت کې د وډیو بیان رېکارډ کولو وروسته ازاد کړی شو.

ار اېس اېف وویل د بول نیوز کوربه عمران ریاض صورتحال د ای ار وايي نیوز ټېلې وژن چېنل خبریال ارشد شریف ته پام بیايي چې د عمران خان حمایت یې کولو او د ګرفتارۍ د ویرې تېر کال د اګست په میاشت کې د پاکستان نه کينیا ته ورسېدو او بیا د اکتوبر په ۲۳ نېټه په کینیا کې په ډزو ووژل شو.

ار اېس اېف وايي د ارشد شریف د وژل کېدو په اړه يې چې کوم شواهد جمع کړي د پاکستان ذمه وارۍ ته ګوته نيسي خو ادارې په خپل بیان کې دا و نه وېل چې پاکستان په دې اړه څ دریځ لري؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG