لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکې: په چیچنیا کې د انساني حقونو حالات ورځ تربله په خرابیدو دي


د چیچنیا اوسیدونکو د رمضان قادرو تصویرونه پورته کړې دي
د چیچنیا اوسیدونکو د رمضان قادرو تصویرونه پورته کړې دي

د انساني حقوقو یو نړي وال تنظیم ویلي د روس په شمالي چیچنیا ریاست کې د حکومت د مخالفینو په زورول کیدو کې اضافه شوي ده او د سیمې د ماسکو لخوا مقرر شوي مشر رمضان قادرو د قوقاف د دا ریاست لکه د اوسپنې د شکنجې د خپل اقتدار د لاندې ساتلی دی.

په نیویارک کې میشته هیومن رایټس واچ نومې ادارې د شپږ پنځوس پانؤ خپل رپورټ ته "لایک واکنگ ای ماین فیلډ: ویشس کریکډاون ان کریټکس ان رشیاز چیچن ریپبلک، عنوان ورکړی دی چې مطلب يي دی د ځمکني بمونو یا د میانونو په میدان کې گرځیدل، د روس په چیچنیا ریاست کې د ناقدینو د چقلولو اقدامات.

په رپورټ کې د هغه سزاگانو او بې عزتۍ ذکر شوی دی چې هغه خلک ورسره مخامخ کولی څوک چې دی چې د چیچنیا په رهبرانو باندې خپل عدم اطمینان څرگند کړي او يي د تگ لارې ستاینه نه کوي. ددې ترڅنگ خبریالانو او د انساني حقوقو کارکونکو ته دړکې، حملې او گرفتارۍ يي هم مخ په زیاتي دي.

قادرو به د سپټمبر په اتلسمه نیټه په وړمبي وار په انتخاباتو کې برخه اخلي. ددې نه وړاندې به هغه د ماسکو لخوا مقرر کیدو.

د هیومن راټیس واچ رپورټ وايي د مخالفینو د زورولو یو مقصد دا هم دی چې د چیچنیا اولس ته ووښودل شي چې سیمه په مکمله توگه د رمضان قادرو د واک اختیار د لاندې ده او دا چې ماسکو ته د سیمې نه دا منفي خبرونه و نه رسي چې گني په سیمه د قادیرو گرفت کمزوری شوی دی.

د خپل رپورټ دپاره د هیومن راټیس واچ ۴٠ نه زیاتو کسانو سره مرکې کړې دي چې د زور زیاتې ښکار شوي دي او پکې د انساني حقوقو کارکونکې، صحافیان، وکیلان او نور ماهرین شامل دي.

په رپورټ کې د خضر ایزیو ذکر شوی دی. خضر ایزیو د چیچنیا په مرکزي ښار گروزني کې د گروزني سټیټ اویل ټیکنیل یونیورسټۍ د اقتصادو استاز و. تیر کال د دسمبر په میاشت کې د سماجي رابطې یا په سوشمل میډیا باندې په یوه مباحثه کې هغه په د قادرو ټوکې ټکالې وکړې. ددې ورسته هغه نامعلومه وسله والو اوچت کړو. او د نوي کال نه یو ماښا وړاندې د هغه مړی د گروزني نه څلویښت کلومیټره لرې په ځنگل کې وموندلی شو. د هغه د بدن گڼ هډونه مات وو.

د چیچنیا په اړه د هیومن راټیس واچ رپورټ د ادارې څیړنکارې تانیه لوکشینا تیاره کړی دی. د وي او ای روسۍ ژبې څانگې سره خبرو کې هغې ویلي چیچنیا د اولس خلاف د ریاستي مامورینو د زورزیاتې کچه د حیراونکې حد پورې زیاته ده. میرمن لوکشینا زیاتوي په دې خبره زور اچول انتهايي ضروري دي چې په تیرو شپږو کلونو کېد چیچنیا په حالاتو بې ضرره تنقید هم د تشدد انتها سره مخامخ کړی شي.

رمضان قادرو په سیاسي او اقتصادي توگه د ماسکو امداد ته اړتیا لري او نه غواړي چې په سیمه کې په هغه باندې عدم اطمینان د ماسکو لخوا په هغه په عدم اطمینان کې بدل شي خو ددې اقداماتو باوجود هم لوکشینا وايي په تیره څه موده کې د ماسکو مامورینو په وړمبي ځل د هغه په اړه بې اطمیناني څرگنده کړې ده. لوکشینا وايي په چیچنیا کې تنقید دپاره فضا ماسکو خلاف د چیچنیا د جنگ د وخت نه هم زیاته خرابه ده. په دغه جنگ کې په زرگونو خلک وژل شوې دي.

د هیومن راټیس واچ نه علاوه د میموریل په نوم یو مقامي د انساني حقونو نتظیم هم په چیچنیا کې د ناقدینو د زورول کیدو په اړه تحقیق کړی دی. د ادارې مشر الیگزینډر چیرکساو د وي او ای د روسۍ ژبې څانگې ته ویلی په چیچنیا کې نه یوازې سیاسي مخالفین د تشدد سره مخامخ کیږي بلکه هغه خلک هم زورول کیږي څوک چې د بډو رشتونو په اړه شکایت وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG