لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس حکومت مخالف رهنما ته د قید سزا ورکړی شوه


امریکې د نوالني او د نورو حکومت مخالف فعالینو د گرفتارۍ سخته غندنه کړې ده. "د پرامنه احتجاج کونکو، د انساني حقونو څارنه کونکي او د صحافیانو نیول د بنیادي جمهوري اقدارو خلاف ورزي ده،" د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ترجمان مارک ټونر ویلي
امریکې د نوالني او د نورو حکومت مخالف فعالینو د گرفتارۍ سخته غندنه کړې ده. "د پرامنه احتجاج کونکو، د انساني حقونو څارنه کونکي او د صحافیانو نیول د بنیادي جمهوري اقدارو خلاف ورزي ده،" د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ترجمان مارک ټونر ویلي

د روس یو عدالت د گل، دوشنبې، په ورځ حکومت مخالف رهنما الیکسي نوالني ته پولیس سره د مزاحمت کولو او په غیرقانوني توگه د مظاهرې کولو په الزام د ١٥ ورځو قید او ٣٥٠ ډالرو جرمانې سزا ورکړي ده.

نوالي د اتوار، یکشنبې، په ورځ په ماسکو پولیس په داسې مهال گرقتار کړی و چې خپله په ماسکو او د روس په گڼ شمیر نورو ښارونو کې د وزیراعظم دمتري مدودیو خلاف په زرگونو خلکو مظاهرې کولې.

د حکومت وینا وه چې مظاهرو دپاره رسمي اجازت نامې نه دي اخیستل شوي او په غیرقانوني توگه کولی شي. د اتوار، یکشنبې، په ورځ د د نوالني ترڅنگ په لسگونو نور احتجاج کونکي هم نیول شوي وو.

نوالني په هغه لگول شوی الزام رد کړی دی او د روس سرکاري خبري ادارې ټاس ترمخه، هغه عدالت ته وویل چې احتجاج دپاره ټوله قانوني کاروايي سرته رسول شوي وه.

د کریملین، یا د حکومت ترجمان دمتري پیسکو ویلي په ماسکو کې حکومت د احتجاج منتظمینو ته دوه متبادل ځایونه ورکړي وو خو دغه ځایونه رد کړی شول. "په حقیقت کې په زور هغه ځایونو ته بوتلی شول چرته چې د (مظاهرې کولو) اجازت نه و،" پیسکو د گل، دوشنبې، په ورځ وویل.

امریکې د نوالني د گرفتارۍ سخته غندنه کړې ده. "د پرامنه احتجاج کونکو، د انساني حقونو څارنه کونکي او د صحافیانو نیول د بنیادي جمهوري اقدارو خلاف ورزي ده،" د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ترجمان مارک ټونر ویلي.

د روسي وزیراعظم دمتری مدودیو خلاف احتجاجونه د ښاغلي نوالني هغه تحقیقاتي رپورټ راپارولي وو چې پکې د ښاغلي مدودیو د کرپشن یا د بډو رشوتونو ذکر شوی و.

نوالني د عدالت نه وغوښتل چې وزیراعظم دمتري مدودیو دې تحقیقاتو دپاره راوبلل شي. ښاغلي مدودیو تر دا وخت په هغه لگول شوي الزاماتو ته څه ځواب نه دی ویلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG