لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس ته د جي-۷ ډلې خبرداری: په اوکراین باندې برید به عظیم انجام ولري


د جي-۷ ډلې هېوادونه چې د نړۍ جمهوري اقتصادي طاقتونه ګڼل کیږي، د اتوار/یکشنبې په ورځ يې روس ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین سرحد په غاړه دې خپل د پوځیانو شمېر راکم کړي که نه نو د "عظیم" اقتصادي انجام سره به مخ شي.

د جي-۷ ډلې د غړو هېوادونو خارجه وزیرانو چې د اېنګلېنډ په لېورپول ښار کې یې د یورپي اتحاد د بهرنیو چارو له مشر سره یو ځای غونډه کړې وه، په یو مشترک بیان کې وویل چې هغوی د روس د "پوځي طاقت د راغونډېدلو" او د اوکراین په وړاندې د ماسکو د "جارحانه بیان بازۍ" په مذمت کولو کې یوه خـُله دي.

په جي-۷ ډله کې شامل د امریکا، کېنېډا، فرانس، جرمني، برطانیې، اېټلي، او جاپان ډیپلوماټانو په ماسکو زور واچاوه چې د زور ښودلو په ځای دې سفارتکاري لارې چارې ولټوي او د خپلو پوځیو کاروایو د شفافیت په برخه کې دې د خپلو نړېوالو وعدو خیال وساتي.

د امریکا استخباراتي چارواکي په دې باور دي چې روس د اوکراین ختیځ سرحد په غاړه د خپلو اویا زره (۷۰۰۰۰) یا تر دې زیاتو عسکرو په راغونډولو سره، شاید پخپل ګاونډي ملک، اوکراین باندې د ۲۰۲۲ کال په سر کې د حملې خیال ولري، که څه هم فکر کیږي چې د روس صدر ولاډمیر پوټین تر اوسه د داسې کوم برید په اړه فیصله نده کړې.

د جي-۷ ډلې د خارجه وزیرانو په بیان کې راغلي: " د سرحداتو د بدلولو دپاره د هر ډول طاقت استعمال، د بین الاقوامي قوانینو لاندې سخت منعه دی. روس باید په دې کې هېڅ شک ونلري چې د اوکراین په وړاندې هر ډول اضافي پوځي جارحیت به په جواب کې یو عظیم انجام او سخت دروند قیمت ولري."

د امریکا صدر جو بایډن هم تېره هفته د صدر پوټین سره په آنلاین ملاقات کې همداسې خبرداری ورکړی و.

د برطانیې خارجه وزیرې لېز ټراس چې د دې کنفرانس کوربه هم وه، وویل چې که چېرته خبره اقتصادي پابندیو ته ورسېده، بیا نو جي-۷ ډله به "په ټولو اختیاراتو غور وکړي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG