لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن او پوټین اتفاق کړی چې د جون په شپاړسمه به په جینيوا کې مخامخ لیدنه کوي


د روس صدر ولاډمیر پوټین - د امریکا صدر جو بایډن
د روس صدر ولاډمیر پوټین - د امریکا صدر جو بایډن

د امریکا صدر جو بایډن او د روس صدر ولاډمیر پوټین به آینده میاشت په جینیوا کې سره وګوري، او دا به په داسې حال کې د دوو مشرانو ړومبی ځل مخامخ لیدنه وي چې روس او امریکا په څو لانجمنو مسایلو یو د بل سره اختلاف کې واقع دي.

وایټ هاوس د نهې/سې شنبې په ورځ وویل چې بایډن او پوټین به د جون په شپاړسمه (۱۶) سره وګوري. وایټ هاوس همدا شان د دې لیدنې د جزییاتو په تصدیق سره وویل چې دا به بهر ته د امریکا د صدر په حیث د جو بایډن د ړومبي سفر په مهال ترسره شي.

صدر بایډن به پخپل دغه اولني سفر کې، برطانیې ته ولاړ شي او هلته به د جي-۷ یا د اتو پیاوړ اقتصاد لرونکو هېوادونو د مشرانو سره وګوري او بیا به د نېټو په سرمشریزه کې د ګډون دپاره د بلجیم سرښار براسلز ته سفر وکړي.

د بایډن ویاندې جېن ساکي وویل د امریکا صدر او پوټین به په پراخو اهمو مسایلو خبرې وکړي او بل دا چې امریکا غواړي د روس سره تعلقاتو کې «استحکام او پيشګویي کېدنه» بحال کړی شي.

جو بایډن اول په اپرېل میاشت کې له پوټین سره په ټلیفوني خبرو کې د مخامخ لیدنې وړاندیز کړی و، او هماغه وخت د بایډن انتظامیې په روس چارواکو باندې د پابندیو لګولو آمادګي نیوله.

د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ به اکثره دا دعوې رد کولې چې ګني روس په ۲۰۱۶ کال انتخاباتو کې د هغه کامیابېدو دپاره امداد کړی دی. اوسني صدر، جو بایډن، د روس په وړاندې بل ډول دریځ خپل کړی دی.

که څه هم د ماسکو سره د بایډن تګلاره د ټرمپ تر تګلارې سخته ده، مګر پوټین او بایډن څو میاشتې مخکې په دې اتفاق وکړ چې د دوو اېټمي سوپرپاوره ملکونو ترمنځ د جوهري وسلو د کنټرول تړون دې پنځه کاله نور وغځول شي.

د ماسکو او واشنګټن ترمنځ اختلافات

د امریکا د استخباراتي ادارو د معلوماتو په بنیاد، بایډن دا دعوه لري چې روسانو د امریکا په ۲۰۲۰ کال صدارتي انتخاباتو کې هم مداخله کړې ده. امریکا دا دعوه هم لري چې د دې هېواد په اتو (۸) حکومتي ادارو کې د انټرنېټي حملو یا هېکېنګ تر شا هم د روس لاس دی.

بایډن په ټي وي کې د یوې مرکې پر مهال وویل چې د هغه په باور پوټین یو «قاتل» دی، او دا خبره د دې سبب وګرځېده چې پوټین هم د امریکا پخوانیو او اوسنیو او پخوانیو ستونزو ته اشاره وکړي، لکه په اتلسمه پېړۍ کې د سپین پوستانو لخوا د مقامي امریکاییانو وژنې نه یې واخله بیا په نولسمه پېړۍ کې امریکا کې د غلام ساتنې رواج، او د دې ملک په تاریخ کې د نسلي بې انصافۍ ستونزې.

د کرملېن ویاند دېمتري پسکوف وویل د بایډن هغه د «قاتل» ویل خبرې دا وښوده چې بایډن «په یقین نه غواړي چې له روس سره تعلقاتو کې بهتري راولي» او بل دا چې د دوو ملکونو ترمنځ اړیکې «ډېرې بدې» دي.

واشنګټن په دې دلیل هم په روس باندې سخت تنقیدونه وکړل چې ولې یې د حکومت سیاسي مخالف، الېکسي نوالني په جېل کې اچولی دی. د بایډن انتظامیې په مارچ میاشت کې په څو جګپوړو او میانه روس چارواکو، او همدا راز په شاوخوا دوولسو روسي کمپنیو او ادارو باندې په دې دلیل پابندۍ ولګولې چې د ۲۰۲۰ کال په اګست میاشت کې په الېکسي نوالني باندې د زهرجنو موادو حمله شوې وه.

کله چې بایډن په جنوري میاشت کې د صدارت سوګند پورته کړ، هلته نوالني د جرمني نه روس ته ستون شو مګر د ستندېدو سره سمدستي ګرفتاره کړی شو.

د پوټین د حکومت سیاسي مخالف الیکسي نوالني په تېر اګست میاشت کې ونیول شو
د پوټین د حکومت سیاسي مخالف الیکسي نوالني په تېر اګست میاشت کې ونیول شو

د سایبري حملو جواب

د بایډن انتظامیې په اپریل میاشت کې لس تنه روس سفارتکاران له امریکا وایستل او لسګونه روسي کمپنیو او شهریانو باندې یې پابندۍ ولګولې. دا ګام، په امریکا کې د سولاروینډز په نوم د هېکېنګ یا سایبري حملو او په انتخاباتو کې د مبینه لاسوهنې په جواب کې واخیستی شو. یوه ورځ پس، روس هم غبرګون وښود او امریکایي سفارتکاران یې وشړل.

بایډن په ۲۰۲۰ کال کې د خپل انتخابي مهم په دوران کې، روس د امریکا او د اتحادیانو امنیت ته «تر ټولو ستره خطره» بلله، او له پوټین سره یې د ټرمپ نږدې او تاوده تعلقات، د کرکې وړ ګڼل.

پس له هغه چې بایډن د صدارت کرسۍ ته ورسېد، د امریکا خارجه وزارت کارکنانو ته یې په یوه وینا کې وویل چې د روس له مشر سره په خپلې ړومبۍ ټلیفوني رابطې کې «ما صدر پوټین ته، د پخواني صدر (ټرمپ) نه په ډېر مختلف انداز سره دا روښانه کړه چې هغه ورځې چې امریکا به نور د روس د جارحانه کارونو نه مخ اړوي – لکه زمونږ په انتخاباتو کې مداخلت، خپل شهریانو ته زهر ورکول – هغه ورځې نورې ختمې شوي دي.»

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG