لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي خارجه وزیر به د پاکستان خپل لومړی سفر کوي


پاکستان د سعودي عرب سره نژدې تعلقات لري او وزیراعظم عمران خان د حکومت ترلاسه کولو وروسته د سعودي عرب یو شمېر سفرونه کړې ده
پاکستان د سعودي عرب سره نژدې تعلقات لري او وزیراعظم عمران خان د حکومت ترلاسه کولو وروسته د سعودي عرب یو شمېر سفرونه کړې ده

د سعودي عربستان د خارجه چارو وزیر فېصل بن فرحان السعود به د پاکستان په خپل لومړي سفر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اسلام ته ورځي او د پاکستاني مامورینو سره به په دوه اړخیزه معاملاتو او د سیمې په حالاتو خبرې کوي.

د پاکستان خارجه وزارت، د شورو، چهارشنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل فېصل بن فرحان السعود به د خپل پاکستاني هم منصب شاه محمودقریشي ترڅنگ د وزیراعظم عمران خان سره هم ملاقات کوي.

سعودي خارجه وزیربه په داسې حال کې د پاکستان سفر کوي چې تېره هفته پاکستان په ملایشیا کې د مسلمان هیوادونو د سر مشرانو په غونډه کې کډون وه نکړو او د سیاسي څېړونکو وېنا وه چې پاکستان د کوالالمپور په غونډه کې د شرکت نه کولو فېصله د سعودي عرب د فشار لاندې وکړه.

د دسمبر له 18مې تر 21 مې پورې د اسلامي هېوادونو سرمشریزه غونډه کې خپله سعودي عرب او متحده عرب اماراتو هم گډون وه نکړو.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ملایشیا په غونډه کې گډون کوونکی و خو د غونډې وړاندې د ملایشیا وزیراعظم مهاتیر محمد اعلان وکړو چې عمران د "خپلو سببونه" لري او د کوالالمپور په ناسته کې شرکت نشي کولی.

سعودي عرب د ملایشیا د سرمشریزې مخالفت کړی و او ویلي یې وو چې د اسلامي هېوادونو په مشکلاتو او مسلو غونډه باید د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان (او ای سي) په انتظام شوی وی.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي تیره هفته په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل سعودي او عرب امارات د کوالالمپور د سرمشریزې په اړه ځینې اندېښنې لري چې هسې نه دا غونډه د "امت د وېشلو" سبب شي.

پاکستان د سعودي عرب سره نژدې تعلقات لري او وزیراعظم عمران خان د حکومت ترلاسه کولو وروسته د سعودي عرب یو شمېر سفرونه کړې ده.

په داسې حال کې چې پاکستان د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی، سعودي عرب د وزیراعظم عمران خان حکومت سره د اربونو ډالرو د سرمایه کارۍ ژمنې کړې دي.

د ٢٠١٩ د فېبرورۍ په میاشت کې سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د پاکستان دروه وکړه او د سفر په مهال یې اعلان وکړو چې په سعودي عرب کې قید د ٢٠٠٠ نه زیات پاکستان به ازاد کړی شي خو د جولايي په میاشت کې د پاکستان سېنېټ د بشري حقونو کمټۍ اندېښنه څرگنده کړه چې د سعودې ولي عهد د لوظ باوجو پاکستاني قیدیان نه دي ازاد کړی شوي.

د سعودي خارجه وزیر فېصل بن فرحان السعود د پاکستان د سفر په اړه د پاکستان خارجه وزارت په خپل بیان کې وویل دواړه هیوادونه غواړي چې په ټولو مدونو کې خپل تعلقاتو نور هم زیات کړي او د دواړو هیوادونو لوړ رتبه چارواکو په باقاعده ډول د سفرونو تبادلې کوي چې د سعودی عرب او پاکستان ژوره همکاري څرگندوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG