لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سپریم کورټ د پارلېمنټ دوو غړو ته د عدالت د سپکاوي نوټسې جاري کړي


د متحده قامي مومنټ د قامي اسمبلۍ غړي مصطفا کمال او سېنېټر فېصل واوډا
د متحده قامي مومنټ د قامي اسمبلۍ غړي مصطفا کمال او سېنېټر فېصل واوډا

د پاکستان سپريم کورټ د عدليې مخالفه خبری غونډو په الزام د متحده قامي مومنټ د قامي اسمبلۍ غړي مصطفا کمال او سېنېټر فېصل واوډا ته ‏د عدالت د سپکاوي نوټسې جاري کړي دي.‏

د پاکستان سپريم کورټ د چيف جسټس په مشرۍ د درې کسيزه بنچ د جمعې په ورځ د سېنېټر فېصل واوډا په خبري غونډه از خود نوټس باندې ‏اورېدنه کړې او عدالت ويلي، فېصل واوډا او مصطفا کمال دې د خپلو بيانونو وضاحتونه وکړي.‏

فېصل واوډا د شورو/ چهارشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کې د سپريم کورټ په جج اطهر من الله او عدالت نيوکې کړې او بيا د اېم کيو اېم مصطفا کمال ‏هم د زيارت/ پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په عدالت دغه ډول نيوکې کړې وې.‏

واوډا په خبري غونډه کې ويلي وو، "يو کال وړاندې څيزونه شوي، يو کال وروسته يادول کيږي نو يو کال وړاندې یې ولې نه ويل؟، اوس به لاسوهنه وشوه، ‏په تورونو کار نه کيږي اوس به ثبوت ورکول وي، چې چا لاسوهنه کړې ده، ولې یې کړې ده، د دې شواهد ورکړئ چې مونږ درسره ودريږو".‏

د مارچ د میاشتې په وروستيو کې د اسلام اباد هايکورټ شپږو ججانو په عدليه کې د استخباراتي ادارو د مبینه مداخلې پر ضد سپريم جوډيشل کونسل ‏ته خط ليکلى او غوښتنه يې کړې وه چې د ښکاره مداخلې او په قاضیانو د فشار راوړلو په اړه دې یو قضایي کنونشن راوبلل شي.‏

دا خط د اسلام اباد هایکورټ دشپږو ججانو جسټس محسن اختر کیاني، جسټس طارق محمود جهانګیري، جسټس بابر ستار، جسټس سردار اعجاز ‏اسحاق، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس تمیم رفعت امتیاز لخوا لیکل شوی وو.‏

د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د سپريم کورټ د شپږو ججانو بېنچ یا ډله اوس د دغه قضيې اورېدنه کوي.‏

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، چيف جسټس پرون د از خود نوټس په اورېدنه کې ويلي، رغنده تنقید دې وشي خو شور جوړولو او ډرامې کولو څه ضرورت ‏دی.‏

هغه زياته کړې، فېصل واوډا او مصطفا کمال د پارليمان غړي دي که کوم اعتراض یې لرلو په اېوان کې به یې پرې خبرې کړې وې، په پرېس کلب کې یې ‏خبری غونډه ولې کړې ده؟، هغه ويلي، که دوی په کوم جج اعتراض لرلو يا ګيله یې لرله نو پرضد به یې پټيشن کړی وو خبري غونډه کې کول مناسب نه وو.‏

چيف جسټس ويلي، که څه یېغلط کړې وي نو ورته دې وویل شي عدالت ته نه. په وکیلانو، ججانو او خبريالانو ټولو کې سم خلک هم وي، کېدی شي ما هم ‏په اداره کې ‏‎500‎‏ کوتاهۍ ليدلي وي، خو د پلار د ګناه زمه واره زوی زمه واره نه شي ګرځول کېدی.‏

نوموړي بيا اډيشنل اټارني جنرل عامر رحمان ته ويلي، ايا شوکاز نوټس پکار دی که يواځې نوټس.‏
عدالت بيا د ټيلي ويژن چېنلو د څار او انتظام ادارې پېمرا نه د فېصل واوډا او مصطفا کمال د خبري غونډو ويډيو ريکارډنګ طلب کړی دی.‏

په اورېدنه کې چيف جسټس ويلي، ټوپک يا وسله را اوچتول تر ټولو کمزوری کار دی هغه څوک یې راخلي چې د ويلو ورسره څه نه وي او د دويمې درجې ‏کمزوری کار کنځلې کول دي.‏

هغه ویلي، خبر دی چې عدليه یې په نړيواله درجه بندۍ کې په څويم نمبر ده خو کنځلې کول مناسب نه دي، ادارې د ولس وي او ادارې بدنامول د ملک ‏خدمت نه دی.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG