لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون زلمی شاهين شاه افريدی د ټیسټ کرکټ لوبغاړی شو


شاہین آفریدی
شاہین آفریدی

شاهين شاه افریدی نن د دسمبر په دریمه نیټه د پاکستان ټیسټ کرکټر ټوپۍ (کیپ) په سر کړله. هغه خپله وړومبۍ لوبه د نیوزي لینډ په ضد په شارجه کې وکړه او لومړی لوبغاړی یې ټوم ليتهم ایل بي ډبلیو وسوزلو.

شاهين شاه افريدي د ټیسټ کرکټ جوړیدلو څخه د مخه په یوه ورځنۍ او شل اوريزو کې هم لوبه کړېده.

افريدي ټول ١٧ اوورونه وکړل چې ۴ پکې میډن وو هغه د ٢.٥٢ په اوسط ټول ۴٣ رنزونه ورکړل.

افريدي د لوبې ورستو په مرکه کې وویل چې نن یې د ټیسټ لوبغاړي جوړیدلو خوب پوره شو.

هغه وویل "زما د ورور خوب وو چې زه ټیسټ کرکټر جوړ شم" ا فريدي وویل چې نن ورباندې په لوبه کې هيڅ قسمه ویره نه وو.

د هغه سره مرکه د پاکستان پخواني لوبغاړي رميز راجه او وقار یونس کوله. وقار یونس وویل چې د افريدي قد د هغه په یو ښه بالر جوړیدلو کې مدد کوي.

دافريدي قد ٦.۴ اینچې دی، د ١١ نمبر بوټان په پښو کوي او عمر یې څه د پاسه ١٨ کاله دی.

د افريدي نن زیاتره بالونه ان سوینگ کیدل خو د هغه په خیال داسې یې په خپله خوښه کول.

د کرِک بِز ليکونکی گورو جوشي وايي شاهين د پاکستان ميچل سټارک دی

شاهين په ٩٠ ميل د یوې گینټې په رفتار سره بال کوونکی او په کيڼ لاس بیټ وهونکې نوې ځلمی ال راونډر دی

د پاکستان د کرکټ د پوهانو خیال دی د شاهين قد، رفتار او انداز د سپر سټار لوبغاړي دي

XS
SM
MD
LG