لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف : پيپلز پارټۍ به نوره د پنجاب حکومت برخه نه وي


په پنجاب کې دواکمنې سياسي ډلې مشر ميا نواز شريف د پنجاب د حکومت نه د مرکزي واکمن گوند پيپلزپارټۍ دلرې کولو اعلان کړى دى او وئيلي يې دي دهغوي لخوا چې مرکزي حکومت ته کومې لس نکتې وړاندې کړل شوې وې حکومت دهغې په منلو کې بريالى نۀ شو ځکه نو دپنجاب حکومت کې شامل پيپلزگوند ته په مخه ښه وئيلو مجبور دي.
دخالي په ورځ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال هغه وويل په موجوده وضعيت کې دمينځ ومانې دټولټاکنو کولو غوښتنه به غيرقانوني نۀ وي.
ښاغلي شريف وويل مونږ دپيپلز گوند سره هيڅ رقم جگړه کول نۀ غواړو او نۀ به هم زمونږ ددغه پريکړې له امله دپاني پت جنگ پيل شي.
پخواني وزيراعظم زياته کړه هيله لري پيپلز گوند به اوس خپله رويه کې بدلون راولي.
هغه دمرکزي حکومت په کارکردگۍ دټکونو کولو په ترڅ کې وويل صدر زرداري وعده کړې وه چې دمشرف په وخت کې گوښه کړل شوي قاضيان به په يو شواروز کې بيرته پځايې کولى شي ، او که حکومت غوښتل نو دغه قاضيان يې په وړومبۍ ورځ پځايې کولى شول خو زرداري دخپلې وعدې نه په شا شو او وې ويل چې دغه تړون څه حديث نۀ ؤ.
هغه وويل وروستو زرداري په پنجاب کې گورنرراج پځايې کړو او دډوگر کورټس له لارې يې مونږ دواړه وروڼه دټولټاکنو دپاره نااهله وگرځولو.
دميا نواز شريف وينا وه مونږ په دغه مهاله په پنجاب کې دخپل حکومت بحالولو دپاره اوږد لاريون نۀ ؤ کړى.
هغه وويل نن زمونږ عدالتونه ازاد دي او دچا فشار نۀ قبلوي، خو حکومت دغه ازاده عدليه په پراخه سينه نۀ ده قبول کړې او دغبن په بيلا بيلو سکينډلونو کې ککړو خلکو ته دقصده دتحفظ ورکولوهڅې کيږي.
هغه دا هم وويل چې اصف زرداري دمشرف دويستلو خبره کړې وه او مونږ دهغه په خبرو باور کړى ؤ خووروستو بيا زرداري مشرف ته تحفظ ورکړو چې دا تر ټولو زياته دردونکې خبره ده.
نوموړي وويل پکار دا وه چې دمشرف لخوا اخستل شوؤ گامونو ته دتحفظ ورکولو پځايې سياست پريښودل شوى وى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG