لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو ژبې د داستاني اثارو وتلی ليکوال سعدالدین شپون مړ شو


سعدالدین شپون
سعدالدین شپون

ښاغلي شپون د تیر یو کال راهیسې د ورپيښې ناروغۍ له امله رنځ ګاله او د تیرو څو اونیو راهیسې په روغتون کې بستري شوی و. هغه دوه زامن او دوه لوڼې لري.

په ادبي ژوند کې يي ګڼ شمیر تحقیقي لیکنې کړي او روان نثر یي په معاصرو ادبیانو کې ډیر زیات د پام وړ او خاص ګڼل کیږي. مرحوم شپون خپلې لومړنۍ زده کړې د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په سيمه ايز ښوونځي کې کړې وې او منځنۍ زده کړې يي په کابل او د حبیبې لیسې څخه يي د دولسم ټولګي د فراغت سند ترلاسه کړې و. لوړې زده کړې يي د ماسټرۍ تر درجې په امريکا کې سر ته ورسولې. مرحوم شپون اوولس کاله د امریکاغږ پښتو رادیو سره هم همکاري کړې وه.

د مرحوم شپون د میرمن زرمینې شپون په وینا، د مرحوم شپون نه د ناروغۍ له امله یو کتاب لیکل په نیمايي کې پاتې شو. مرحوم شپون تراوسه دغه اثار چاپ شوي دي:

۱- و نه و یو شپون و

۲- شین ټاغی

۳- ګټیالی

۴- د سمڅې یاران

۵- د بنګي غاړه

۶- ښایستو

د شپون کورنۍ په پام کې لري چې د مرحوم جنازه افغانستان ته انتقال او هلته يي خاورو ته وسپاري.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای اشنا څانگې څخه اخیستل شوی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG