لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ماموریت د مهم امنیتي معلوماتو په پټ ساتلو تورن شوی


د امریکا د حکومت د څار یوې مهمې ادارې په وینا په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ارزونه اوس په داسی حال کې له نوره ډیره ګرانه شوې ده چې غربي پوځي چارواکو په ټول هیواد کې د طالب وسله والو د بریدونو په اړه ځینې معلومات ځان سره ساتل پیل کړي دي.

د افغانستان د بیا ودانۍپه چارو کې د امریکا د ځانګړې څار ادارې سیګار انسپکټر جنرل جان سوکو لخوا دغه خبردارۍ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فرورۍ په میاشت کې شوې د سولی تړون د لاسلیک کیدونه وروسته په دغه هېواد کې دلسیزو راهیسی روانو جګړو د ختمون امید په کابل کې روان د سیاسي کړکېچ او د طالب جنګیالو لخوا په تاوتریخوالي کې زیاتوالی له کبله په کمیدو دی.

د سیګار په وینا ، د طالبانو د بریدونو ټول حد یو راز دی ځکه چې ایتلافي ځواکونه چې د تاوتریخوالي څارنه کوي دوی دغه استخباراتي معلومات ځان سره ساتي.

د سیګار مشر جان سکو د جمعې په ورځ په خپاره شوي راپور کې ویلي دي: "د نېټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د کال په اولې برخې کې (تېرو دریو میاشتو کې) د دښمن‌ د بریدونو شمېر ولس ته خپرول محدود کړي دي."

نوموړي ویلي دي‌ چې د 2018 راپدیخوا دا اول ځل دی چې د نېټو په مشرۍ د ایتلاف ځواکونه د طالبانو د بریدونو په اړه د معلوماتو له خپرولو ډډه کوي.

یوازې د مارچ په میاشت کې سیګار ته لنډه اعلامیه ورکړل شوې وه چې په کې ویل شوي وو طالبانو په دې وروستیو کې بریدونه زیات کړي دي.

د نېټو چارواکو د خپلی فېصلی دفاع کړې ، او سیګار ته ویلي چې دښمن لخوا پیل شوي بریدونو په اړه معلومات " اوس د امریکا او طالبانو ترمینځ د روانو سیاسي خبرو اترو په اړه د ادارو ترمنځ کیدونکي بحثونو یوه مهمه برخه ده."

خو دوی ویلي چې پداسې حال کې چې طالبانو د فرورۍ په اخر کې د امریکا سره شوي تړون د لاسلیک کیدو نه وروسته په عمومي ډول په ایتلافي ځواکونو د حملو نه ډډه کړی ، "دوی د مارچ میاشتی په جریان کې د افغانستان په ملي امنیتي پر ځواکونو بریدونه د موسمي کچې نه زیات کړل".

د دښمن د بریدونو وروستي تر لاسه شوي معلومات چې د 2019کال په وروستیو دریو میاشتو په اړه دي ، او د امریکا - طالبانو تړون لاسلیک نه مخکې ښیي چې د دښمن بریدونه ډیر زیات دي.

د سیګار د جنورۍ میاشتې رپورټ وایي :" 2010 کال کې د معلوماتو د ثبت پیل کیدو وروسته د 2019 کال په څلورم کورټر (دریو میاشتو) کې د دښمن له خوا پیل شوي ټول بریدونه او د دښمن لخوا مؤثره بریدونه [چې په نتیجه کې تلفات شوي] د هر یو کال په ورته مودې کې زیات دي ".

دا اول ځل ندی چې سیګار په افغانستان کې د امریکا تر مشرۍ لاندې ماموریتپر معلوماتو پټولو یا اړولو له وجې تنقید کوي.

سیګار په 2019 کال د می په میاشت کې هم امریکایي دفاعي چارواکي د ولسوالیو په کچه د ثبات ارزونې معلومات شریکول ودرولو وروسته د نیوکو لاندې رواستي وو.

پدغه وخت کېسیګار ویلي وو چې د غوڅ ملاتړ چارواکو ادعا کړې وه چې دا ارزونې چې ښیي چې کومې ولسوالي د حکومت یا د یاغیانو تر کنټرول لاندې دي ، "د فېصلی کولو لپاره ډیر کم اهمیت لري."

د سیګار مشر جان سوکو د جنورۍ په میاشت کې امریکايي کانګرس غړو ته د یوې اورونې په مهال ویلي وو چې په افغانستان کې د جګړې په اړه امریکايي پوځي کمانډران دروغ ویلو ته هڅول شوي وو.

اوس لپاره ، امنیتي حالت پیچلی پاتې دی.

د امریکا تر مشرۍ لاندې غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکو سیګار ته ویلي چې د افغانن حکومت د کابل ، والیتي مرکزونو ، د زیاتو ابادی مرکزونه او ډیرو ولسوالیو مرکزونو کنټرول لري خو دا چې طالب ځواکونه پداسې حال کې چې په ولایتي مرکزونو کې د افغان ځواکونو په وړاندې بریدونه کموي په یو شمیر سیمو کې حتی د کنټرول ترلاسه کولو لپاره لیواله دي.

خو افغان چارواکي وايي د فرورۍ په میاشت کې د امریکا سره د سولې تړون له لاسلیک کولو راهیسې طالبانو په سلو کې تر 100 د زیاتو افغان امنیتي ځواکونو په وژلو ، په داسې حال کې چې تر 800 پورې ملکیان وژلي یا ټپیان کړي دي.

سیګار دا معلومات په داسې مهال خپروي چې د افغانستان د امنیت شورا وايي له امریکا سره له تړون وروسته طالبانو تر دې دمه 2804 بریدونه کړي‌ دي.

د افغانستان د امنیت شورا وايي د فرورۍ له 29 وروسته د اپریل تر 19 پورې وسله والو طالبانو 337 ولسي خلک وژلي او 452 نور یې ژوبل کړي دي. دوی وايي طالبانو همدغه راز 162 نور ولسي خلک یرغمل کړي دي.

وسله والو طالبانو له دغې مودې وروسته همدغه راز د افغان چارواکو په وینا شاوخوا 100 افغان سرتیري هم وژلي دي.

طالبانو له امریکا سره د فرورۍ په 29 تړون وکړو. په تړون کې طالبانو ژمنه کړې ده چې په بهرنیو ځواکونو به بریدونه نه کوي، خو په افغان امنیتي ځواکونو باندې یې د بریدونو د نه کولو په اړه هېڅ ژمنه نه ده کړې.

سیګار وايي داسې هیلې وې چې شاید له تړون وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی او د طالبانو بریدونه کم شي، خو داسې ونشول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG