لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د امداد په لړ کې سیګار د امریکې حکومت په ځینو ادارو تنقید کړی


سيګار  د تېرې یوې لسیزې راهسې په افغانستان کې د امریکايي حکومت د مختلفو ادارو د پېسو د مصرفونو ته کتنه کوي او وخت په وخت د پېسو په ضایع کېدو تنقید کوي
سيګار  د تېرې یوې لسیزې راهسې په افغانستان کې د امریکايي حکومت د مختلفو ادارو د پېسو د مصرفونو ته کتنه کوي او وخت په وخت د پېسو په ضایع کېدو تنقید کوي

په افغانستان کې د بیا رغونې دپاره د امریکايي هلو ځلو د څار ادارې سيګار د صدر جوبایډن په حکومت تنقید کړی چې طالبانو د واکمنېدو نه پس افغانستان سره د امریکې د یو اشاریه یو بېلین ډالرو بشري امداد د حساب کتاب په لړ کې ورته دغو پېسو ته لاس رسی نه و ورکړی شوی.

خپل درې میاشني رپورټ کې سیګار وویل امریکا د افغانستان سره د بل هر ملک نه زیاته مرسته کوي.

سيګار د تېرې یوې لسیزې راهسې په افغانستان کې د امریکايي حکومت د مختلفو ادارو د پېسو د مصرفونو ته کتنه کوي او وخت په وخت د پېسو په ضایع کېدو تنقید کوي.

سيګار په خپل درې میاشتني رپورټ کې وویل چې د ادارې په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د نورو حکومتي ادارو د عدم تعاون له امله سيګار په خپل درې میاشتني رپورټ کې د امریکي کانګرس او د امریکي ولس ته په افغانستان کې د حکومت د خرچ کړی شوو پېسو مکمل حساب کتاب نشي ورکولی.

سيګار وویل د نړیوالې ترقۍ دپاره امریکايي ادارې یواېس ای ايي ډي، یواېس اېډ، او د خزانې وزارت سیګار سره د څه قسمه نه مرستې نه انکار وکړو. په افغانستان کې د امریکي د زیاتره مالي مصرفونو انتظام د یواېس اېډ په لاس کې دی.

د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، سیګار وویل، سيګار سره د خپلې خوښې او د مصرفونو معلومات خو شریک کړل خو د هغو پروګرامونو په اړه يې تفصیل وړاندې نه کړو چې سټېټ ډپارټمنټ ورسره مرسته کوي.

سیګار وویل د حکومتي ادارو عدم تعاون د کال ۲۰۰۸ د هغه قانون په مستقیم ډول خلاف ورزي ده چې دلاندې یې د سیګار اداره جوړه کړی شوي وه. رپورټ وویل ځینو ادارو خو څو څو میاشتې د سیګار د غوښتنې ردولې.

د معلوماتو دپاره د سیګار د غوښتنو په جواب کې یواېس اېډ او سټېټ ډپارټمنټ وویل په موجوده وخت کې امریکا په افغانستان کې بشري او ترقیاتي پروګرامونه لري چې د بیا رغونې هلوځلو سره تړون نه لري.

سيګار په خپل رپورټ کې وویل اداره د سټېټ ډپارټمنټ او د یواېس اېډ دعوه ردوي ځکه چې هغه مرسته چې د بشري او ترقیاتي پروګرامونو نوم ورکړی شوی د بیارغونې د هلوځلو نه بنیادي فرق نه کوي.

سيګار په خپل درې میاشتني رپورټ کې د افغانستان موجوده صورتحال د خفګان وړ وبللو او ويې وېل په افغانستان حالات د نونسوه نوي په لسیزه کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په شان دي.

سيګار وویل تېر کال د اګست په میاشت کې طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس د افغانستان اقتصاد کې ۲۰ فیصد کمی شوی، اووه لکه روزګارونه ختم شوي او د هېواد د نیمايي نه زیاته ابادي بشري امداد ته ضرورت لري.

امریکايي ادارې په خپل رپورټ کې وویل په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د انساني حقونو او د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې پرمختګونه طالبانو په شا بوتللي دي. په دغو پروګرامونو د امریکې ۲۲۰ مېلین ډالر مصرف شوې دي.

سیګار وویل د درې مېلین نه زیاتې افغان جنیکۍ ثانوي سکولونو ته تللې خو د طالبانو د واکمنېدو نه پس تعلیم ته د لاس رسۍ حق نه محرومه شوي دي.

سيګار د صحافتي تنظیم رېپورټرز ود اوټ بارډرز یا ار اېس اېف د معلوماتو په بنیاد وویل چې طالبانو د واکمنېدو نه پس د افغانستان ۴۰ فیصد مطبوعاتي ادارې ختمې شوي دي او ۶۰ فیصد خبریالانو خپله دنده پرېښودې ده. په رپورټ کې وېل شوي چې د طالبانو د قدغنونو او سېنسرشپ دلاسه د افغانستان د مطبوعاتو برخه د تباهۍ په څنډه ولاړه ده.

نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی تسلیم کړی. امریکې او اتحادیانو يې طالبانو سره مالي مرسته تړلې او د افغانستان د بېنکونو په نظام يې پابندۍ لګولي دي چې له امله يې د افغانستان اقتصاد د بحران سره مخامخ شوي او د ملک بشري صورتحال نور هم خراب شوی دی.

د صدر بایډن حکومت افغان ولس سره بشري امداد کړی او د افغانستان د بېنک په نظام ځینې بندیزونه يې نرم کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG