لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرچينې: امریکا سعودي عرب ته د یرغل دپاره کارېدونکو وسلو ورکولو په امکان غور کوي


صدر بایډن چې په سفارتي کچه دغه حساسه سفر ته تیارۍ نیسي هغه داسې ایشاره ورکړې چې هڅه به کوي چې د سعودي عرب سره د امریکې ترینګلې اړیکي بیا برابر کړي
صدر بایډن چې په سفارتي کچه دغه حساسه سفر ته تیارۍ نیسي هغه داسې ایشاره ورکړې چې هڅه به کوي چې د سعودي عرب سره د امریکې ترینګلې اړیکي بیا برابر کړي

د امریکا صدرجوبایډن حکومت سعودي عرب ته د وسلو په خرڅون بندیز په ختمولو غور کوي، رویټرز خبري اداره وايي څلورو سرچینو ورته ویلي سعودي عرب ته د وسلو په اړه د حتمي فېصلې انحصار په دې خبره دی چې په یمن کې د جګړې د ختمولو په لړ کې سعودي عرب څومره پرمختګ کوي.

رویټرز خبري اداره وايي دریو سرچینو ورته ویلي په ورستیو میاشتو کې سعودي مامورینو په ریاض او په واشنګټن کې د امریکايي مامورینو سره په دې خبره ټینګار کړی چې امریکا دې هغه تګلاره ختمه کړي چې سعودي عرب ته یوازې د دفاعي مقاصدو دپاره وسله ورکوي

سعودي عرب ته د وسلې په اړه د امریکې بحث مباحثې دا وخت په ابتدايي پړاو او په غیر رسمي ډول کولی شي او دوو سرچینو ویلي دا امکان کم دی چې په دې لړ کې فېصله به زر وکړی شي. یو امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي په موجوده وخت کې سعودي عرب ته په حملو کې استعمالېدونکي وسلې ورکولو په اړه څه بحث نه کېږي.

رویټرز سعودي عرب ته د امریکايي وسلو په اړه خبر په داسې مهال ورکړی چې ټاکل شوي ده چې صدر بایډن به دا هفته سعودي عرب ته سفر کوي.

صدر بایډن چې په سفارتي کچه دغه حساسه سفر ته تیارۍ نیسي هغه داسې ایشاره ورکړې چې هڅه به کوي چې د سعودي عرب سره د امریکې ترینګلې اړیکي بیا برابر کړي.

امریکايي صدر دا هم غواړي چې سعودي عرب د تېلو پېداوار زیات کړي او د ایران پرضد د عرب او اسرائيل ترمینځ دفاعي اړیکي مظبوطې کړي

په سعودي عرب د یرغل لپاره کاریدونکو وسلو بندیز د ختمولو په سر که بحث کې شورو کیږي نو ددې لپاره کانګرس کې مخالفه ډله او د کانګرس په چارو باخبره ذرایعو لمخه د صدربایډن د خپل ډیموکرټيک ګوند او مخالفه ریپبلکن ګوند هغه غړي چې په سعودي عرب تنقید کوي هغوي به هم مخې ته راځي.

تیرکال د واک اخیستلو سمدستي ورستو صدربایډن په کال 2018 کې د واشنګټن پوست خبریال او په سعودي عرب کې روان سیاست باندې نیوکې کونکي جمال خاشقجي په وژنه او یمن کې د ایران پلوو هوتيانو پرضد د سعودي عرب په مشرۍ کې پیل شوي کمپاین باندې سخت دریځ خپل کړی دی، په دغه جګړه کې په لویه کچه عام خلک وژل شوي.

د امریکا صدر جوبایډن د تیر کال فرورۍ میاشته کې سعودي عرب د امریکا سره اړیکو نه بهر کړی هیواد اعلان کړی وو او ورباندې ئ په یمن کې د یرغل لپاره کاریدونکو او نورو وسلو په خرڅ بندیز لګولی وو. سعودي عرب چې د امریکايي وسلو غټ خریدار دی ددغه بندیزونو لاندې ګیرشو او د کلونو لسیزو راهسې چې به ئ د امریکا نه کومې وسلې اخستلې هغه ورته وتړل شوې.

د مارچ په میاشته کې چې کله روس په اوکراین حمله اوکړه او جګړه شورو شوه نو د صدر بایډن په دریز کې نرمې راغله ځکه چې غربي نړۍ او امریکا مجبور شول چې سعودي عرب ته د اضافي تیلو راویستلو لپاره خواست اوکړي او د روس لخوه د تیلو ترسیل بندیدو سره پیدا شوی کمۍ پوره کړي.

د نړۍ تر ټولو لوئۍ انساني بحران د یمن جګړه کې د ملګرو ملتونو په دریمګړتوب شوې ډزبندۍ په غزولو د جون میاشته کې سعودي عرب په رضا کیدو د وائټ هاوس زړه هم اوګټه. واشنګټن اوس دغلته د دائمي سولې غوښتنه کوي.

د ذرایعو له قوله د مۍ میاشته کې د سعودي عرب دفاع وزیر خالدبن سلمان واشنګټن ته د سفر په وخت خواست کړی وو چې امریکا ورته د یرغل لپاره کایدونکې وسلې ازادې کړي.په دې اړه د سعودي عرب چارواکو پوښتنې ته کوم ځواب نه دی وئيلی.

دوئ وائ چې د جولائ میاشتې د 13 مې نه تر 16 نیټې پورې د صدربایډ‌ن اسرائیل او سعودي عرب ته سفر کې داسې کوم امکان نشته چې په دغه اړه کوم اعلان اوکړي او دا به په یمن کې د دائمي سولې پورې تړلي وي.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG