لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په شمالي وزیرستان کې د پوځ په قافله ځانمرګی کې یو عسکر او دوه ملکي کسان وژل شوي


د پولیسو په وينا د لومړو معلوماتو ترمخه په موټر سايکل سور ځانمرګي بريد کوونکي د پوځ ګاډي سره ځان ټکر کړی  او چاودنه يې کړې ده. په چاودنه کې څلور د پوځ عسکر او يو لاروی ژوبل شوي دي. ويل شوي لاروی هم پولیس اهلکار وو.
د پولیسو په وينا د لومړو معلوماتو ترمخه په موټر سايکل سور ځانمرګي بريد کوونکي د پوځ ګاډي سره ځان ټکر کړی  او چاودنه يې کړې ده. په چاودنه کې څلور د پوځ عسکر او يو لاروی ژوبل شوي دي. ويل شوي لاروی هم پولیس اهلکار وو.

د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې د پوځ په قافله ځانمرګی بريد کې د پوځ یو عسکر او دوه ملکي کسان وژل شوي دي.

د پاکستان سرکاري رېډیو سټېشن رېډیو پاکستان په خپله وېب پاڼه د پوځ د مطبوعاتي ادارې ايي اېس پي ار له قوله په ځانمرګي حمله کې د عسکر او د دوو ملکي کسانو د وژل کېدو تصدیق وکړو. د رپورټ ترمخه په حمله کې یو تن زخمي شوی هم دی.

د دې نه وړاندې د ميرانشا پوليس تاڼې او انتظاميې په ځانمرګي حمله کې د څلورو عسکرو د زخمي کېدو خبره کړې وه.

د میرانشا تاڼې پوليسو وويل، دغه بريد د ګل/دوشنبې په ورځ د میرانشا تحصيل په رزمک سړک دپاسه شوی او د پوځ قافله پکې په نخښه شوې ده.

د پولیسو په وينا د لومړو معلوماتو ترمخه په موټر سايکل سور ځانمرګي بريد کوونکي د پوځ ګاډي سره ځان ټکر کړی او چاودنه يې کړې ده. په چاودنه کې څلور د پوځ عسکر او يو لاروی ژوبل شوي دي. ويل شوي لاروی هم پولیس اهلکار وو.

امنیتي سرچينې وايي، د پوځ په کاروان ځانمرګی بريد بريد وروسته علاقه په ګېره کې اخستل شوې د لټون عمليات پېل کړی شوي او ژوبل عسکر د ميرانشا روغتون ته وړل شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې سږ کال دا نهم ځانمرګی بريد دی، چې په زياترو بريدونو کې پوځ په هدف کړی شوی او د زياتو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلي دي.

پينځه ورځې وړاندې په ميرانشا کې ځانمرګي برید کې د پوځ په وينا يو پوځي عسکر او يو لاروی وژل شوي او اته عام ملکي وګړي پکې ژوبل شوي وو.

په شمالي وزیرستان او پیوستو سیمو کې د ناامنۍ د پېښو ترڅنګ د هدفي وژنو لړۍ هم دوام لري.

په سيمه کې په وروستيو کې د ناامنۍ او هدفي وژنو لړۍ د هغې وروسته چټکه شوې چې په 28م نومبر تحريک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې ده.

په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې وو چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسېدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی.

د ضرب عضب عملیاتو نه وروسته خلک په دوام داره توګه په سيمه کې د امن برقرار ساتلو غوښتنه کوي او د دوی په وینا تر ضرب عضب عملیاتو وروسته قابو540 ځایي کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

په شپږم دسمبر د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې تيراه سفر کړی او ويلي يې وو،

"په سيمه کې رياستي عملداري د قبايلي سيمې د خلکو او امنيتي اهلکارو په نه هېرېدونکو قربانۍ په ځای کړی شوې ده او د تل پاتې امن پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه دوام لري".

د پوځ مشر ويلي وو، "چاته به اجازه ور نه کړي چې امن خراب کړي او لاس ته راوړنۍ ګډې وډې کړي".

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG