لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات:جنسي تیري نه وروسته دپینځه کلنې ماشومې وژونکي ته دتیزندۍ سزا


د جنورۍ په میاشت کې د پنجاب صوبې په قصور ښار کې د اووه کلنې زینب انصاري سره د جنسي زیاتې او د هغې د قتل خلاف احتجاجونه راپاریدلي وو
د جنورۍ په میاشت کې د پنجاب صوبې په قصور ښار کې د اووه کلنې زینب انصاري سره د جنسي زیاتې او د هغې د قتل خلاف احتجاجونه راپاریدلي وو

په سوات کې د ترهګرۍ دمخنیوي یوې محکمې په یوه پینځه کلنه ماشومه دجنسي تیري کولو نه وروسته دهغې د وژنې په جرم دشانګلې اوسیدونکي مجرم ته درې کرته د تیزندي کولو سزا اورولې وه.

دغه سزا نن دچهارشنبې په ورځ ۵۵کلن مجرم جمراز دعبدالحنان زوئ ته په داسې حال کې اورول شوې

چې د وژل شوې ماشومې پلار هم په محکمه کې موجود ؤ اؤ مجرم ته په اورؤل شوې سزا یې خوښي ښکاره کړې ده.

وائس اف امریکه ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل چې دهغه اؤ کورنۍ زړونه د وژل شوې ماشومې مدیحه سره په شوي ظلم غوڅ شوي وؤ اؤ دمحکمې لخوا مجرم ته په اورؤل شوي جرم یې تسلي شوې ده.

پینځه کلنه ماشومه مدیحه تیرکال په ۲۱م جون د روژې میاشت کې سحر سکول ته روانه وه چې دشانګلې اوسیدونکې ۵۵کلن سپین ږیري جمراز هغه په یوه خوږه ګولۍ یا ټافي ورکولو دځان سره یوې شړې کوټې نه ننویستلې اؤ هلته یې پرې جنسي تیری کړی ؤ.

د پولیسو د رپورټ ترمخه د جنسي تیري نه وروسته جمراز نومې دغه مجرم ماشومه وژلې وه اؤ په بوجۍ کې یې دهغې مړی له بندؤلو وروسته په پټو کې غورځولی ؤ.

په پاکستان کې په وړو ماشومانو د جنسي تیریو پېښو کې په دې وروستیو کې داندېښنې وړ اضافه لیدل شوې اؤ ګڼ شمیر ماشومانې جینکۍ اؤ هلکان له جنسي تیریو وروسته وژل شوي.

څیړونکي دوحشت د دغسې ډکو پېښو علتونه په تعلمي نصاب کې ماشومانو ته د ځان ژغورنې د سبقونو نشتوالی ښایي اؤ وایي په زیاترو سیمو کې مور اؤ پلار هم اګاهي نه لري چې خپل اولاد ته څنګه دجنسي تیریو نه دځان ژغورنې شعور ورکړي؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG