لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو خارجه وزیر: ایران سره مو خبرې ګټورې او مثبتې وې


ایران ته د امیر خان متقي د سفر دا عکس، د طالبانو د خارجه وزارت نایب ترجمان حافظ ضیآ احمد خپور کړی
ایران ته د امیر خان متقي د سفر دا عکس، د طالبانو د خارجه وزارت نایب ترجمان حافظ ضیآ احمد خپور کړی

د طالبانو د بهرنیو چارو نګران وزیر امیر خان متقي د یو پلاوي په مشرۍ د کابل نه تهران ته تللی او هلته یې د ایران له چارواکو سره خبرې اترې کړي دي. طالبانو ویلي چې د تجارتي، سیاسي او اقتصادي مسایلو په شمول یې په یو شمېر موضوعاتو د ایران له حکومت سره مثبتې او ګټورې خبرې کړي دي.

طالبان وایي چې د دوی د بهرنیو چارو نګران وزیر د ایران په بلنه هلته تللی او تر اوسه یې د ایران د صدر له خاص استازي حسن کاظمي قـُمي او د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره ملاقاتونه کړي دي.

د طالبانو د خارجه وزارت نایب مرستیال حافظ ضیآ احمد پخپل ټوېټر پاڼې باندې د دې خبر ترڅنګ، د ملاقاتونو تصویرونه هم خواره کړي چې هغه کې طالب چارواکي د ایراني چارواکو سره په خبرو بوخت دي، خو د ایران د بېرغ ترڅنګ، د افغانستان درې رنګه، او یا د طالبانو سپین بېرغ یو هم نه لیدل کیږي. په دې سفر کې د طالبانو د حکومت د مختلفو وزارتونو چارواکي هم شامل دي چې ایراني چارواکو سره یې جدا ملاقانونه کړي دي.

د طالبانو خارجه وزارت ویلي چې د ایران د صدر خاص استازي حسن کاظمي قــُمي سره د دوی د چارواکو په کتنه کې، «د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو، د هوایي پروازو لا زياتیدا او ځمکنی ټرانزیټ او ګڼو سهولتونو په رامنځته کولو او مهاجرینو ته داسانتیاپه اړه مفصل بحثونه وشول.»

امیر خان متقي او ورسره پلاوی یې، مخکې تر دې چې د ایران په یو هوایي جهاز کې تهران ته ولاړ شي، د کابل په هوایي ډګر کې یې ځایي رسنیو ته وویل چې هیله من دی دا سفر کې ښې لاس ته راوړنې ولري.

د طالبانو د خارجه وزارت وینا ده چې د اتوار/یکشنبې په ورځ تهران کې د امیرخان متقي او د ایران د خارجه وزیر ترمنځ کتنه کې، «د افغانستان-ایران تر منځ په دوه اړخیزو اقتصاد محوره سیاسي اړیکو، تجارت، سوادګرۍ، نفتي موادو (تېلو)، ټرانزیت او امنیتي موضوعاتو مثبتې او ګټورې خبرې» شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو نګران وزیر امیر خان متقي د دې لیدنو کتنو وروسته په یو غږیز پیغام کې ویلي، «مونږ غواړو چې افغانستان په آینده کې یو داسې متوازن (توله) سیاست ولري چې د چا سره په ټکر کې رانشي او کړنې یې د چا په ضد او چا په ګټه تعبیر نشي، بلکې د ټولو سره د معتدل او متوازن سیاست له مخې پرمختګ ولرو.»

د افغانستان ځایي ټلویژن، طلوع نیوز، خبر ورکړی چې ایران ویلي د خپل چابهار بندر د لارې به د هند نه افغانستان ته د امدادي غنمو د انتقال سهولت هم برابر کړي. تر دې وړاندې، پاکستان ویلي و چې د هند امدادي غنمو ته به لاره ورکړي چې افغانستان ته ولېږدول شي. که څه هم افغانستان اوس د سخت اقتصادي بحران سره مخ دی، خو تر اوسه پاکستان پخپلې وعدې عمل ندی کړی او د هند د امدادي غنمو لاره یې بنده کړې ده.

دا بحثونه هم شته چې طالبان به په ایران کې د افغانستان د سفارت او هلته کې د خپلو سفارتکارانو د ټاکلو په اړه هم د ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

یاده دې وي چې د ایران او پاکستان په شمول، د نړۍ هېڅ ملک تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG