لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپي، قطري او ترکي چارواکو سره د طالبانو ملاقاتونه - یورپي اتحاد ویلي بشري امداد ته به دوام ورکوي


د طالبانو د خارجه وزیر امیر خان متقي په مشرۍ کوم هیئت چې له بهرنیو چارواکو سره د لیدو په مقصد قطر ته تللی دی، په تېرو څو ورځو کې یې هلته له قطري، یورپي، او ترکي چارواکو سره لیده کاته شوي دي. دا ملاقاتونه په داسې حال کې شوي چې د نړۍ هېڅ ملک تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او طالبان له سخت اقتصادي فشار سره مخ دي.

د افغانستان دپاره د یورپي اتحاد خاص استازي ټوماس نېکلسن په مشرۍ یو هیئت، د قطر سرښار دوحه کې د طالبانو له چارواکو سره دوه ورځېنۍ خبرې ترسره کړي دي. طالبان وایي چې په دې ملاقات کې د دوی خارجه وزیر امیرخان متقي او نور طالب چارواکو له یورپي هیئت سره "په سياسي، بشري، صحي، امنيتي، افغانستان ته د تلو راتلوخوندي لارو او مرستو په هکله بحثونه او وضاحتونه وکړل" او د یورپي اتحاد استازو دا عزم ښودلی چې د افغانستان له خلکو سره به مرستو ته دوام ورکوي.

قطر ته د طالبانو په تللي هېئت کې د هغوی د حکومت د تعلیم وزارت، صحت وزارت، خزانې وزارت، امنیتي ادارو، او د مرکزي سټېټ بنک (د افغانستان بانک) استازي شامل دي.

د طالبانو د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، د دوی چارواکو د یورپي اتحاد هیئت ته ویلي چې " بشري موضوعات بايد له سياسي ملحوظاتو بيل وساتل شي". بلخي پخپل بیان کې زیاته کړې چې د دې ترڅنګ، د طالبانو، یورپي اتحاد، او قطر چارواکو ترمنځ یوه درې اړخیزه ناسته هم جوړه شوه.

د یو بل خبر د مخې، د قطر او ترکي چارواکو د طالبانو د حکومت له چارواکو سره په دوحه کې لیدلي او د افغانستان په روان بشري حقونو او بشري امداد باندې خبرې کړي دي. د قطر خارجه وزارت د بیان ترمخه، د خالي/شنبې په ورځ د هغه ملک بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د طالبانو له یو هیئت سره چې مشري یې د امیرخان متقي په غاړه وه، ولیدل او په دې لړ کې د همکاریو، د ترهګرۍ ضد مبارزې، بشري حقونو د په ځای کولو، او د بشري امداد رسولو په اړه مسایلو باندې بحث وشو.

د قطر خارجه وزارت ویلي چې په دې ملاقات کې په خاص ډول د جینکو په تعلیم باندې ټینګار شوی، کوم چې نن سبا طالبانو په افغانستان کې بند کړی دی.

تر دې وړاندې د جمعې په ورځ هم د قطر د خارجه وزارت چارواکو طالبانو سره دوحه کې لیدلي و.

قطري هیئت بیا هم ټینګار کړی چې افغانستان کې د امن او استحکام دپاره به د افغانستان ټولو سیاسي اړخونو او نړېوالو شریکانو سره کار ته دوام ورکړي.

د ترکي انادولو خبري رسنۍ بیا خبر ورکړی چې قطر کې د ترکي سفیر مصطفی ګوسکو د طالبانو هیئت د شپې ډوډي ته مېلمانه کړي و.

بل اړخ ته د افغانستان دپاره د امریکا خاص استازی ټام وېسټ هم قطر ته تللی چې هلته به د افغان طالبانو سره دوه هفتې خبرو باندې بوخت وي.

طالبان افغانستان کې د سخت اقتصادي مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي، او ډېر کوشش کوي چې بهرني ملکونه، په خصوص مغربي هېوادونه د دوی حکومت تسلیم کړي، خو تر اوسه یو ملک هم دا کار ندی کړی.

په اشرف غني بندیز

د طالبانو د حکومت نایب ویاند احمد الله وثیق پخپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې عربي متحده اماراتو د پخوانی صدر محمد اشرف غني په شمول، پخوانیو افغان چارواکو باندې دا قدغن لګولی چې هغوی به هلته څه سیاسي فعالیت نه کوي.

وثیق پخپل ټویټ کې ویلي: "متحده عرب اماراتو د اشرف غني د ادارې په ټولو هغو چارواکو د سیاسي فعالیت بندیز لګولی چي په دبۍ او نورو ښارونو کې اوسیږي. په دې محدودیت کې خپله اشرف غني، عطا نور او محب هم شامل دي."

د یادونې وړ ده چې حمدالله محب د افغانستان د قامي سلامتیا پخوانی سلاکار او عطا نور د جمعیت اسلامي ګوند مشر او د بلخ پخوانی ګورنر دی چې په افغانستان باندې د طالبانو د قبضې لګولو وروستو، دا سیاستمداران د ملک نه ووتل او اوس بهر اوسیږي.

د متحده عربي اماراتو حکومت تر اوسه په دې اړه چې ښاغلي غني او ملګرو باندې یې څه قسمه بندیزونه لګولي وي، څه وضاحت ندی ورکړی.

له هغه وخته چې پخوانی افغان صدر محمد اشرف غني د اګسټ په ۱۵مه د کابل نه وتلی، تر اوسه یې مطبوعاتو سره هېڅ خبرې ندي کړي او صرف یو ځل په ویډیو پیغام کې یې د خپلې تېښتې په اړه څه وضاحت ورکړ او بیا یې د سټمبر په اتمه یو لیکلی پیغام خپور کړ. د هغه وروستی پیغام، د اکټوبر په ۲۵مه نېټه و چې هغه کې یې د سکاټلېنډ په وړاندې د افغانستان د کرکټ ټیم کامیابي مبارکي ورکړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG