لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دطالبانو دبهرنیو چارو وزارت پاکستان کې افغان کډوالو سره کیدونکی چلند غندلی دی


د پنجشنبې په ورځ دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزارت پخپله یوه اعلامیه کې ویلي له تېرې څه مودې راهيسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو، افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سیند ایالت کې افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کیږي

په افغانستان کې دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزارت دپاکستان بیلابیلو ښارونو په ځانګړي ډول سیند ایالت کې افغان کډوالو سره دپاکستاني پولیسو چلند غندلی اؤ په پاکستان یې غږ کړی دی چې باید د افغان کډوالو د حقونو درناوي ته ژمن پاتي شي.

د پنجشنبې په ورځ دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزارت پخپله یوه اعلامیه کې ویلي له تېرې څه مودې راهيسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو، افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سیند ایالت کې افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کیږي.

دبهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ستونزو د حل لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په پاکستان کي افغان سفارت او قونسلګریو په پرلپسې توګه هڅه وکړه خو له بده مرغه د غوښتنو سره سره دا ستونزه حل نه شوه.

اعلامیه کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت تل د دیپلوماتیکو لارو د پاکستان په چارواکو غږ کړی چې د افغان مهاجرینو د حقونو درناوي ته ژمن پاتي شي، هلته له تلونکو او میشتو افغانانو سره د ناوړه چلند څخه پولیس منعې کړي او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه د افغانانو ښه کوربه‌توب وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د کمېپ دپاره د کونسلګرۍ استازی ګل الدين بېګ وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ "د ستمبر د مياشتې راهسې د سيند صوبې په جامشورو، حېدر اباد او کراچۍ کې نزدې 1200 افغانان نيول شوي چې په دوی ټولو کې د 300 نه زياتې ښځې او ماشومان هم شامل دي. او په دغو کې تراوسه پورې شاوخوا 300 کسان بيرته افغانستان ته لېږل شوي دي"

نوموړي ویلي په کراچۍ کې ګڼ داسې کسان هم نيول شوي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره یې قانوني اسناد لرل.

خو د سیند صوبې د اطلاعاتو وزير شرجېل مېمن اوړمه ورځ د وي او اې ډیوه خبریال فضل عزیز ته ویلي وؤ "د چا سره چې سفري اسناد وي هغه نه ودرول کيږي يواځې هغه ودرول کيږي چې قانوني اسناد نه لري"

شرجېل مېمن د کډوالو دغه تور رد کړو چې په کراچۍ کې د وړاندې نه مېشت قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال نيول کيږي، يا ځورول کيږي پوليس ترې پېسې اخلي.

د افغان کډوالو دپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې شارپ د شمېرو ترمخه په وروستيو کې په کراچۍ کې پولیسو 46 داسې افغانان نيولي وو چې قانوني اسناد يې لرل او ادارې بيا د پوليسو نه خوشي کړي دي. د شارپ ترمخه په دغو کسانو کې اووه ښځې او 11 ماشومان هم شامل وو.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، د پاکستاني حکومت د شمېرو ترمخه د تېر کال اګست د میاشتې راهسې د افغانستان نه پاکستان ته خواوشا دوه نيم لکه کسان راغلي چې زياتره پکې خېبرپښتونخوا او بلوچستان ته تللي دي. تير کال په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي وو.

په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار وياند قېصر اپريدي تيره میاشت وي اواې ډيوه سره په خبرو کې ويلي وو، اداره يې د پاکستان د حکومت سره خبرې کوي چې د نوو راغلو افغانانو دپاره دلته برابرتيا وشي ځکه چې په دوی کې ځينې داسې کسان هم دي چې بيرته افغانستان ته په تلو د مسلو سره مخ کېدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG