د افغانستان واکمنو طالبانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د دې خبرې تصدیق وکړو چې په روس کې د برېکس تنظیم د سر مشرانو په غونډه کې د شرکت دپاره يې په رسمي ډول درخواست کړی دی.
د برېکس د غړو ملکونو د سرمشرانو غونډه د اکتوبر د ۲۲ نه د اکتوبر تر ۲۴ نېټې پورې د روس په قازان ښار کې کېږي. برېکس کې براريل، روس، هندوستان، چین او جنوبي افریقا شامل هېوادونه دي. مصر، ایتوپیا، ایران، سعودي عرب او متحده عرب امارات به سږ کال په دې تنظیم کې شامل شي.
تېره هفته پاکستان ته د سفر په مهال د روس نایب وزیراعظم الېکسي اوورچک وویل هېواد به يې په بریکس کې د پاکستان د شمولیت حمایت کوي.
د پاکستان د دوه ورځني سفر په مهال اورچک د پاکستان نایب وزیراعظم او خارجه وزیراسحاق ډار سره په اسلام اباد کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ مشترک خبري کانفرنس ته په برېکس کې د شمولیت دپاره د پاکستان د خواست په اړه د یو سوال په جواب کې وویل روس به د پاکستان د غړیتوب حمایت کوي.
د طالبانو نایب ترجمان حمدالله فطرت په یو وډیو پېغام کې وویل برېکس یو اهم اقتصادي فورم دی او د افغانستان په شان پرمختګ کوونکي ملک دپاره په داسې ډول اقتصادي غونډو کې شرکت ضرورت دی.
فطرت وویل حکومت يې د برېکس په اینده غونډه کې موجودګي غواړي او کوربه ملک ته يې په رسمي دول غوښتنه لېږلې ده.
د طالبانو ترجمان په دې اړه نور څه تفصیل وړاندې نه کړو او د طالبانو په وېنا د روس څه ردعمل هم مخې ته نه دی راغلی.
افغانستان نه د امریکې او د نورو مغربي ملکونو د انخلا او طالبانو د بیا واکمېندو راهسې ماسکو طالبانو سره نږدې او غېر رسمي تعلقات برابر کړي دي خو د طالبانو حکومت يې په رسمي توګه نه دی منلی. په وروستیو وختونو کې د طالبانو پلاوي په دوه اړخیزه اقتصاد او تجارت خبرو دپاره د ماسکو دورې کړي دي.
د سږ کال د جون په میاشت کې د روس خارجه او د انصاف وزارتونو صدر ولادېمير پوټن ته یو تجویز ور وړاندې کړو چې طالبان دې د روس د ترهګر تنظیمونو د فهرست نه لرې کړی شي.
د دې ګام په نتیجه کې دا اندازې شروع شوې چې ماسکو په کابل کې د طالبانو حکومت په رسمي ډول تسلیموي.
د القاعده په شمول طالبان د کال ۲۰۰۳ راهسې د روس د ترهګر تنظیمونو په فهرست کې دي.
په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته طالبانو په افغان مېرمو یو شمېر قدغنونه لګولي دي چې نړیوالې ټولنه يې غندنه کوي، وايي طالبان دې دغه تګلارې ختمې کړي. طالبانو د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي دا د اسلامي تعلیماتو او د افغان دود دستور سره سمون خوري.
Forum