لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنټګان وايي د طالبانو مشر په ډرون حمله کې وژل شوی


ملا منصور اختر تیر کال د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د اعلان نه وروسته د تحریک مشر وټاکل شوی ؤ .
ملا منصور اختر تیر کال د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د اعلان نه وروسته د تحریک مشر وټاکل شوی ؤ .

پېنټګان او افغان چارواکي وايي د خالي په سهر په ‌‌‌‌‌‌ډرون حمله کې د افغان طالبانو مشر ملا منصور اختر په نخښه کړل شوی دی . د ‌‌‌‌‌‌ډرون حمله د پاکستان بلوچستان صوبه کې شوې ده.

د پېنټګان وياند د حملې پخلی په ټويټ کې کړی دی . د پنټاګان ویاند پیټر کوک همدارنګه ویلي دي چې " د برید په هکله ټول جزیات نه دي رارسیدلي. "

په همدې حال کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته د ملا منصور وژل کیدل تائید کړل. دغه چارواکي وویل چې د طالبانو مشر د پاکستان د بلوچستان ایالت د تفتان په سیمه کې د امریکا په هوایي برید کې وژل شوی.

د امریکا د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د امریکا پوځ " د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د طالبانو په مشر ملا منصور اختر هوایي برید کړی."

امريکايي چارواکو ويلي صدر براک اوباما د دغه برید اجازه ورکړې وه او برید د خالي په ورځ د ماسپخين نه پس د پاکستان په خاوره کې شوی .

امريکايي چارواکي ويلي د امريکايي ځواکونو بې پائيلټه الوتکې د پاکستان بلوچستان صوبې په احمدوال سيمه کې يو ګاډی په هدف کړی دی . په بريد کې د ملا منصور سره يو بل کس هم وژل شوی دی .

د امريکې خارجه وزير جان کېري چې د ميانمار په سفر دی د اتوار په ورځ يې ويلي منصور يې په هدف کړی دی ځکه چې هغه " د امريکايي اهلکارو، افغان ولسي وګړو او افغان ځواکونو دپاره خطره وه او هغه نېغ په نېغه د سولې د خبرو مخالفت کولو " .

يو پاکستاني چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وايس اف امريکا سره په خبرو کې ويلي د ډرون بريد د پاکستان او افغانستان په پوله د افغانستان لوري ته شوی دی .

طالبان د ملا منصور په اړه خپرو شوؤ خبرونو باندې غلي دي ولي ځينو ويلي چې مشر يې د ډرون په بريد کی نه دی په هدف شوی .

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله نن د اتوار په ورځ ويلي چې امريکا په ملامنصور باندې د ډرون بريد په اړه کابل خبر کړی په کوم کې چې " غالب امکان" دی هغه وژل شوی دی .

نوموړي ويلي افغان چارواکي هڅه کوي چې په دغې اړه نور مالومات رايو ځاې کړي .

ملا منصور اختر تیر کال د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د اعلان نه وروسته د تحریک مشر وټاکل شو خو د هغه په ټاکلو د لومړۍ ورځ نه ځینو طالب مشرانو اختلاف درلود.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان بلوچستان صوبه کې د ‌‌‌‌‌‌ډرون حمله شوې ده . په پاکستان کې د ‌‌‌‌‌‌ډرون حملې تل په قبايلي سيمو کې کېږي . د ‌‌‌‌‌‌ډرون له حملو له وېرې اکثره افغان طالبان په بلوچستان صوبه کې فعاليتونه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG