لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د افغانستان معدنیات د خرڅولو کوښښونه چټک کړي


د کال ۲۰۲۱ د ای پي خبري ادارې په دې تصویر کې د مېس عېنک علاقه لیدل کېږي
د کال ۲۰۲۱ د ای پي خبري ادارې په دې تصویر کې د مېس عېنک علاقه لیدل کېږي

په نړیواله کچه د پابندیو او د ملک دننه د خراب اقتصاد سره مخامخ د افغانستان طالبانو د هېواد قدرتي وسایل د خرڅولو کوښښونه ګړندي کړي دي.

که څه هم حکومت یې لا کوم ملک په رسمیت نه دی پېژندلی خو طالبانو د چین او ځینو نورو غیر ملکي کمپنیوسره د تېلو، مېسو (تانبې)، د سرو زرو او د لېتیم د بېلینونو ډالرو معاهدې دستخط کړي دي.

په کال ۲۰۲۱ کې طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس مغربي ملکونو افغانستان سره ترقیاتي مرستې وتړلې چې له امله يې هېواد د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ شوی دی.

په افغانستان کې د بشري امداد دپاره هم مالي وسایل کم شوي دي چې په نتیجه کې يې امدادي ادارو قریباً ۱۰ مېلین هغو خلکو سره په مرسته کې کمی کړی چې د خوراکي شیانو د کمي سره مخامخ دي.

طالب چارواکي وايي په نړیوال امداد کې د کمي خلا به د کور دننه وسایلو نه پوره کوي خو ناقدین وايي د طالبانو ارادې بدلې دي.

د امریکې د پرېنسټن یونیورسټۍ د نړیوالو چارو څانګې استاذ ارین شریفي وايي چینايي کمپنو سره معاهدو کې طالبان پېسې او د چین حکومت سره سفارتي تړون ګوري.

د اندازو ترمخه، افغانستان د بېلینونو ډالرو مالیت معدنیات لري خو د بې امنۍ او د بنیادي اډنې د نشت والي له امله يې غیر ملکي سرمایه کاري تر ډیر حده نه دی جلب کړې.

په کال ۲۰۰۷ کې افغانستان او یوې چینايي کمپنۍ تانبې (مېسو) د راوېستلو دپاره د درې بېلین ډالرو مالیت معاهده لاس لیک کړه خو په منصوبه تر اوسه کار نه دی شروع شوی.

د سږ کال د اګست په ۳۰ نېټه د طالبانو د پېټرولو او معدنیاتو وزیر شهاب الدین لاور چينايي سرمایه کارانو سره د معدنیاتو د راوېستلو معاهده لاس لیک کړه
د سږ کال د اګست په ۳۰ نېټه د طالبانو د پېټرولو او معدنیاتو وزیر شهاب الدین لاور چينايي سرمایه کارانو سره د معدنیاتو د راوېستلو معاهده لاس لیک کړه

د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې چینايي کمپنۍ سېنکیاګ سېنټرل اېشیا پېټرولیم اېنډ ګېس نومې کمپنۍ د ۵۴۰ مېلین ډالرو معاهد لاس لیک کړه چې د افغانستان په شمال کې به د ۲۰۲۶ پورې تېل راوباسي.

د تېرو دریو لسیزو نه د زیات وخت راهسې د طالبانو ګڼ مشرانو نومونه د ملګر ملتونو په هغه فهرست کې شامل دي چې د ترهګرۍ په لړ کې پې پابندۍ لګول شوي دي چې له امله يې دغه طالب مشران نه خو غیر ملکي سفر او نه هم تجارت کولی شي.

د امریکې په شمول، کېنېډې او ګڼ شمېر یورپي ملکونو په طالبو او د دوی په ادارو اقتصادي، سیاسي او د بېنکونو په نظام پابندۍ لګولي دي.

د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت او د خزانې وزارت ترجمانان دې پوښتنې ته د جواب نه ډډه وکړه چې ایا چینايي کمپنو سره معاهدې په طالبان د لګول شویو پابندیو خلاف ورزي کوي او که نا؟

د سېنټر فار نیو امېرېکن سېکیورټي نومې ادارې څېړنکا اېلېکس زرډېن وايي د امریکايي بندیزونو اطلاق په امریکايي شهریانو او په ځینو غیرملکي افرادو کېږي. هغه زیاته کړه چې یوه غیر ملکي کمپني په داسې صورت کې د بندیزونو خلاف ورزي کولی شي چې د لېن دېن تړون یې د امریکې سره وي.

ماهرین وايي طالبانو سره د چینايي کمپنو په معاهدو د امریکايي بندیزونو اطلاق تر هغه وخت پورې نه کېږي ترڅو چې یې لېن دېن د امریکې د مالیاتي نظام نه بهر وي.

چین د کال ۱۹۸۸ د ملګرو ملتونو د هغه قرارداد حمایت کړی چې د ملګرو ملتونو په غړو ملکونو غږ کوي چې د طالبانو اقتصادي اثاثې دې منجمد کړي، د سفر اجازت او وسلې دې نه ورکوي.

ماهرین وايي پکار چې د ملګرو ملتونو د دغه قرارداد مادو ته په بېړنۍ توګه نظرثانۍ ته ضرورت لري.

د بندیزونو سره مخامخ لکه د نورو حکومتونو په شان طالبان هم وايي چې د امریکې او د متحده قومونو پابندۍ په بنیادي توګه عام افغانان زوروي.

تېر کال د امریکې حکومت په طالبانو لګول شویو کې بندیزونو کې ځینو د تجارتي معاملاتو ته استثنا ورکړه.

د انټرنېشنل کرایسېس ګروپ نومې ادارې ګرېم سمېت وویل ترڅو چې پېسې د بندیزونو لاندې افرادو جېبونو ته نه ورځي افغان حکومت ته مالیا، اجاره او فېسونه ورکړی کېدی شي.

سمېت وویل د بندیزونو او د نور اقتصادي فشار په نتیجه کې د افغانستان د بېنکونو نظام ګډوډ شوی دی او دې په معدنیاتو او نورو برخو کې په لویه کچه سرمایه کارۍ پېچيده کړې ده.

سمېت وايي د معدنیاتو راوېستل درنې سرمایه کارۍ ته ضرورت لري او ګټه یې کلونه وروسته شروع کېږي خو سرمایه کار په دې ګمان خطره اخلي چې طالبان په د معاهدې سره سم امن او امان یقيني کوي.

په واشنګټن کې د چین سفارتخانې او په بيجينګ کې د چین خارجه وزارت د دریځ معلومولو خواست ته جواب و نه وېلو.
که د ښځو د حقونو او د حکومت دارۍ په شان د نورو مسلو په لړ امریکا په طالبانو فشار اچوي خو تر اوسه يې د طالبانو د هغو مخالفینو د ملاتړ نه ډډه کړې چې د طالبانو حکومت نسکورول غواړي.

ماهرین وايي د طالبانو کمزوري کېدل په افغانستان کې د خانه جنګۍ او د ترهګر ډلو د فعالېدو خطر لري.

د انټرنېشنل کرایسېس ګروپ ګرېم سمېت وايي امریکا او اتحادیان يې د سيمې په ثبات کې مفادات او د اقتصاد بحالي دغه ثبات یقیني کولی شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG