لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند د طبي امداد ورستۍ برخه افغانستان ته ورسېدله، طالبانو یې شکریه اده کړه


د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ په ټوټېر خپل پېغام کې وویل طالب چارواکو د کابل په هوايي ډګر د هندوستان شپږ ټنه طبي امدادي سامان ترلاسه کړو
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ په ټوټېر خپل پېغام کې وویل طالب چارواکو د کابل په هوايي ډګر د هندوستان شپږ ټنه طبي امدادي سامان ترلاسه کړو

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو ویلي په افغانستان کې په مېلینونو خلک د بشري بحران سره مخامخ دي، د هند د طبي امداد ورستۍ برخه طالبانو ترلاسه کړې او د هندوستان شکریه یې ادا کړې ده.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ په ټوټېر خپل پېغام کې وویل طالب چارواکو د کابل په هوايي ډګر د هندوستان شپږ ټنه طبي امدادي سامان ترلاسه کړو.

مجاهد وویل "څو ورځې وړاندې هم هندوستان افغانستان ته پنځه لکه ډوزه د کرونا واکسین او ګڼه نوره مرسته را واستوله."

ترجمان وویل طالبان د هندوستان د مرستې د "زړه له تله مننه کو."

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د هندوستان خارجه وزارت د جمعې په ورځ خپل بیان کې وویل افغانستان سره د بشري امداد په لړ کې یې افغانستان ته تر اوسه پورې د طبي سامان درې برخې لیږلي دي چې دوه ټنه پکې د ژوند د ژغورنې ضروري دوایانې هم شاملې دي.

د خارجه وزارت بیان وویل هندوستان ژمنه لري چې "د افغان ولس سره خپل خصوصي تعلق دوامداره وساتي او ورته بشري امداد ورسوي."

هندوستان افغانستان ته 50000 ټنه غنم د ورکولو اعلان کړی دی او دغه غنم د پاکستان دلارې افغانستان ته د رسوولو دپاره هندوستاني او پاکستاني چارواکي د انتظام برابرولو دپاره خبرې کوي.

امدادي ادارې وايي د وچکالۍ او د اوږد جنګ له امله په افغانستان کې حالات د طالبانو د واکمنېدو نه وړاندې هم خراب وو خو په طالبانو د بندیزونو او افغانستان سره د نړیوال امداد د بندېدو په نتیجه کې په افغانستان کې اقتصادي صورتحال خراب شوی او بشري ضرورتونه د ریکارډ کچې پورې زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو د اندازې ترمخه د 24 مېلین نه زیات سږ کال بشري امداد ته ضرورت لري او د مارچ د میاشت پورې به په لکونو خلک د خوراک د سخت کمي سره مخامخ کېږي.

د وي او ای رپورټ‌ وايي هندوستان د پخواني افغان حکومت چې ملاتړ یې غربي نړۍ کولو او د اګست په میاشت کې طالبانو د واک نه لرې کړو نژدې تعلقات لرل او په افغانستان کې یې د بېلینونو ډالرو سرمایه کاري کړې وه.

خو رپورټ وايي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو او طالبانو د واکمنېدو نه په نتیجه کې په افغانستان کې د هندوستان سفارتي کوښښونو ته ضربه ورسېدله خو اوس د بشري امداد دلارې هندوستان افغانستان سره بیا رابطې ساتل غواړي خو هندي مشران پاکستان سره د طالبانو د نژدو اړیکو په اړه شکونه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG