لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک :د جمعیت علماء اسلام یو سیمه ییز مشر مولانا احسان الله په هدفي برید کې وژل شوی


عکس پخوانی دی.
عکس پخوانی دی.

پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې د جمعیت علماء اسلام ګوند یو سیمه ییز مشر مولانا احسان الله په یو هدفي برید کې وژل شوی دی.

د سیمې نه د پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه تېره شپه د ټانک په شاه عالم سیمه کې مخې ته راغلې چې دغلته نامعلومه وسله والو د جمعیت علماء اسلام په یو سیمه ییز مشر مولانا احسان الله ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.

پولیس وایي له برید وروسته وسله وال له سیمې تښتیدلي اؤ‌ پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړي اؤ د برید کوونکو د نیولو په هڅه کې دي.

په ټانک کې د جمعیت علماء اسلام ګوند پخواني عمومي سکتر شمس الزمان شمس ویلي چې مولانا احسان الله د جمعیت علماء اسلام یو مهم فعال ؤ اؤ د هغه وژنه د غندنې وړ پېښه ده.

رسنیو سره خبرو کې ښاغلي شمس ویلي غوښتنه کړې ده چې پولیس باید زر تر زره په پېښه کې ککړ کسان ونیسي اؤ د قانون منګولو ته یې راکش کړي.

هغه ویلي سیمه کې ورځ تر بلې د امنیت وضعه خرابېږي چې خلک ورسره په ویره کې دي اؤ قانون نافذ کوونکې ادارې باید د سیمې امنیت ته کوټلی پام وګرځوي.

تر دې پېښې وړاندې د روانې میاشتې په ۲۱مه نېټه د بنو په سیمه کې هم یو دیني عالم د جومات نه کور ته تلو پرمهال په یو هدفي برید کې وژل شوی وو. ‏

په دغه ورځ د هدفي وژنو دوه پېښې په اورکزو او باجوړ اؤ څلور پېښې شمالي وزیرستان کې هم شوې وې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG