لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک لبیک پاکستان توندروه مذهبي ډله ولې جوړه شوه او تګلاره یې څه ده؟


د عیسایي مېرمنې آسیه بي بي د خوشي کولو په اړه د پاکستان سپریم کورټ د امر په ضد توندروه سیاسي مذهبي ډله 'تحریک لبیک پاکستان' تر ټولو زیاته فعاله ده، چې زیات ملاتړي یې د دې هېواد په تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې دي.

د 'تحریک لبیک پاکستان' ډلې مشر توندروه ملا خادم حسېن رضوي دی او دا ډله یې په ۲۰۱۵م کال کې وروسته له هغه جوړه کړه، چې د پنجاب د پخواني وزیراعلی سلمان تاثیر په وژنه کې تورن ممتاز قادري د عدالت تر امر وروسته زېندۍ (پانسۍ) کړل شو او دې ډلې د دغې پرېکړې په ضد پراخ احتجاجونه وکړل.

'لبیک' ډلې د روان کال د جولای په ۲۵مه په عامو انتخاباتو کې هم ګډون کړی وو، چې که څه هم د مرکزي پارلمان لپاره یې یوه څوکۍ هم ونه ګټله، خو د سیند اسمبلۍ دوې څوکۍ یې وګټلې او د رویټرز خبري ایجنسۍ د رپوټ په اساس په ټول هېواد کې یې 22 لکه (2.2 میلینه) ووټونه واخیستل.

'تحریک لبیک پاکستان' په 'تحریک لبیک یا رسول الله' هم مشوره ده، چې اکثر غړي یې له سُني برېلوي مسلک سره تړاو لري او دوی غواړي چې په پاکستان کې په تدریجي ډول له سیاسي لارې شرعي قانون عملي شي.

د پاکستان مرکزي پارلمان د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر کې په انتخابي قانون کې د "ختمِ نبوت" په ماده کې بدلون راوستی وو او د "سوګند" لفظ پر ځای یې "اقرار" لیکلی وو، چې تحریک لبیک ډلې په ضد د تېر کال په نومبر میاشت کې شاوخوا درې اوونۍ احتجاجونه وکړل او د مذهبي چارو د وزیر د استعفی غوښتنه وکړه، چې د دوی په وینا په دې قانون کې یې بدلون راوستی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG