لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تايي لینډ کې په فوجي ائین ریفرینډم


په کال ٢٠١٣ کې د وزیراعظم ینگ لک شیناوتره خلاف راپاریدلې مظاهرې په کال ٢٠١۴ کې د هغه وخت فوجي مشر او موجوده وزیراعظم پریټ چین چا اقتدار ونیولو. چین چا د نیشنل کاونسل فار پیس اینډ ارډر نومې ادارې مشر هم دی چې په هیواد کې د امن و امان پرځای ساتلو دنده په غاړه لری
په کال ٢٠١٣ کې د وزیراعظم ینگ لک شیناوتره خلاف راپاریدلې مظاهرې په کال ٢٠١۴ کې د هغه وخت فوجي مشر او موجوده وزیراعظم پریټ چین چا اقتدار ونیولو. چین چا د نیشنل کاونسل فار پیس اینډ ارډر نومې ادارې مشر هم دی چې په هیواد کې د امن و امان پرځای ساتلو دنده په غاړه لری

په تايي لینډ کې په میلینونو خلکو د اتوار، یکشنبې، په ورځ په یو داسې ائین ریفرینډم کې ووټونه واچول چې د هیواد فوجي واکداران د راتلونکو انتخاباتو دپاره به لاره هواره کړي. خو د ریفرینډم مخالفین وايي دا به د اینده دپاره په حکومت کې د فوج کردار ته قانوني شکل ورکړي.

په ریفرینډم کې د ووټ اچونکو نه په هاو او نا کې تپوس شوی و چې آیا د ائین نوي مسوده منظوروي او که نا او ایا د سینیټ او د ایوان نمایندگانو د ټاکلو شوو غړو په مشرۍ غونډه کې د نوي وزیراعظم د انتخاب حمایت کوي او که نا؟

په ریفرینډم کې د پنځوس میلینه درج شوو ووټرانو دپاره په ټول هیواد کې پينځه نوي زره پولنگ سټیشنې قایم کړی شوې وې.

د ریفرینډم ناقدین وايي د پارلیمنټ په مشترکه غونډه کې د وزیراعظم انتخاب به په اینده کې د یو غیر منختب وزیراعظم د ټاکنې لاره پرانستلی شي.

که چرې په ریفرینډم کې منظور کړی شو نو دا به په کال ١٩٣٢ کې په هیواد کې د بادشاهت قایمیدو ورسته د هیواد ٢٠ آئین وي. د نوي ائین مسوده په داسې حال کې وړاندې شوې ده چې تالینډ د تیرې یوې لسیزې راهسې د سیاسي اړې گړې سره مخامخ دی.

په کال ٢٠١٣ کې د وزیراعظم ینگ لک شیناوتره خلاف راپاریدلې مظاهرې په کال ٢٠١۴ کې د هغه وخت فوجي مشر او موجوده وزیراعظم پریټ چین چا اقتدار ونیولو. چین چا د نیشنل کاونسل فار پیس اینډ ارډر نومې ادارې مشر هم دی چې په هیواد کې د امن و امان پرځای ساتلو دنده په غاړه لری.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG