د ملګرو ملتونو یوه ستر عدالت د جمعې په ورځ اسرایل ته امر وکړ چې په رفح ښار کې پوځي عملیات ودروي، خو په غزه کې د بشپړې ډزبندۍ امر یې ونه کړ او داسې نه ښکاري چې اسرایل به د عدالت پر دې امر باندې عمل وکړي.
دا پرېکړه به پر اسرایل نړیوال فشارونه نور هم زیات کړي ځکه چې د اسرایل د نیژدې متحد امریکې له خوا هم په غزه کې په ځانګړې توګه په رفح ښار کې د اسرایل د جګړې پر طرز نیوکې په زیاتېدو دي.
د ملګرو ملتونو د انصاف نړیوال عدالت ویلي، اسرایل باید "سمدستي خپل پوځي عملیات او بل هر ډول هغه کارونه ودروي، چې په غزه کې فلسطیني وګړو ته زیان رسوي او د هغوی د بشپړ یا یوې برخې د فزیکي تباهۍ سبب کېدای شي."
د ای سي جې 15 قاضیانو په رفح کې د اسرایلي عملیاتو د درېدو لپاره د جنوبي افریقې د درخواست نن د جمعې په ورځ اورېدنه وکړه.
د دې نړیوال عدالت مشر نواف سلام پرېکړه واوروله او اسرایل ته یې امر وکړ چې د عدالت د پرېکړې د عملي کېدو رپوټ په یوه میاشت کې وړاندې کړي.
جنوبي افریقا اسرایل د فلسطینیانو په "قتلِ عام" تورن کړی او د انصاف له نړیوال عدالته یې غوښتي وو د رفح په ګډون په غزه کې د اسرایل عملیات دې "سمدستي" ودرول شي او بشري مرستې دې پرېښودل شي.
د انصاف نړیوال عدالت اسرایل ته دا امر هم کړی چې غزې ته تللې د رفح ښار سرحدي لاره دې پرانیستې وساتي چې خلکو ته بشري مرستې "بې خنډه" ورسېږي.
ای سي جې په خپله پرېکړه کې ویلي، په رفح کې حالت خراب شوی دی او ویې ویل، اسرایل په دې اړه څه معلومات نه دي خپاره کړي چې هلته د خلکو د ژغورنې لپاره یې څه ګامونه اخیستي دي.
د اسرایل او جنوبي افریقا قانوني ډلو تر اوسه د نړیوال عدالت په پرېکړه باندې سمدستي کومه تبصره نه ده کړې.
خو د اسرایل د خزانې وزیر بيزاليل سموتريش ویلي، هغه کسان چې له اسرايل څخه د جګړې د بندولو غوښتنه کوي، په حقيقت کې د اسرايل وجود ختمول غواړي او وایي حکومت یې له دا ډول غوښتنې سره اتفاق نه کوي.
په ملګرو ملتونو کې د اسرايل پخواني استازي ډيني ډينون د ای سي جې د پرېکړې په غبرګون کې ويلي، "د انصاف د نړيوال عدالت قاضيان به له پرېکړې وروسته په امن خپلو کورونو ته لاړ شي، خو 125 يرغمل کسان په سمڅه کې دي".
د ای سي جې حکمونه قانوني دي، خو عدالت ددغو حکمونو د عملي کولو لپاره کومه ځانګړې وسیله نه لري. د مثال په توګه دې عدالت روس ته هم امر کړی وو چې پر اوکراين خپل يرغل ودروي، خو روس خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.
اسرایل د عدالت د حکم خلاف ویلي وو، د پوځي عملیاتو د بندولو امر به د حماس سخت دریځو ته د ازاد فعالیت اجازه ورکړي، چې د اکتوبر په اوومه پر اسرایل د خپل "وحشیانه برید" په وخت یرغمل کړي کسان له ځان سره وساتي.
د جرمونو نړیوال عدالت د تېرې دوشنبې- ګل په ورځ د اسرایل او حماس د مشرانو د نیولو امر کړی وو.
د دې عدالت مشر څارنوال کریم خان تور لګولی وو چې د وزیراعظم بنیامن نتنیاهو په ګډون لوړپوړي اسرایلي مشران او د حماس لوړ پوړي چارواکي په غزه کې د جګړې او د اکتوبر د اوومې د برید په تړاو په جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو تورن دي.
جنوبي افریقا تېر کال د انصاف نړیوال عدالت ته دغه مقدمه وړاندې کړې وه او دعوه یې کړې وه چې د غزې برید د ملګرو ملتونو د 1948م کال د "نسل وژنې" له کنوینشن څخه سرغړونه ده. اسرایل دا تور په کلکه رد کړی وو.
Forum