د کال ۲۰۲۰ د صدارتي انتخاب نتیجه په مبینه توګه خپل حق کې د بدلولو په الزام کې به د امریکې پخوانی ډانلډ ټرمپ ځان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په جورجیا ریاست کې د جېل مامورینو ته ځان وسپاري.
اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د امریکې په تاریخ کې به دا لومړی ځل وي چې په جېل کې د عامو قېدیانو په شان د هېواد د یو پخواني صدر د مخ تصویر یا مګ شاټ اخیستل کېږي.
ټرمپ ځکه په جورجیا کې چارواکو ته حاضرېږي چې په انتخاباتو کې د مبینه درغلۍ الزام پې هم په د دې ریاست حکومتي چارواکو لګولی دی.
ای پي وايي د سږ کال د مارچ د میاشت راهسې په ټرمپ څلور مجرمانه الزامات لګول شوي دي. د مارچ په میاشت کې د امریکې په تاریخ کې په لومړۍ په یو پخواني صدر د یو جرم فرد جرم ولګول شو.
د مارچ نه پس او د جورجیا نه مخکې په فلورېډا ریاست او سرښار واشنګټن کې هم د ټرمپ په ضد د وفاقي حکومت الزامات لګول شوي دي.
په جورجیا کې د ټرمپ ترڅنګ په ۱۸ نورو کسانو هم فرد جرم لګول شوی چې په کې د نیویارک پخوانی ښار وال او د ټرمپ شخصي وکیل روډي جولیاني او د هغه پخوانی چیف اف سټاف مارک مېډوز هم شامل دي. جولیاني د شورو، چهارشنبې، په ورځ ځان چارواکو ته سپارلی دی او د مجرم په شان تصویر یې اخیستل شوی دی.
ټرمپ په هغه لګول شوي الزامات ردوي او سیاسي انتقام يې بلي.
د جورجیا نه مخکې هم ټرمپ په هغه د لګول شویو الزاماتو په لړ کې عدالتونو ته حاضر شوی او ای پي وايي ټرمپ دغه موقعې د ووټرانو حمایت او مالي مرسته حاصلولو دپاره استعمال کړي دي.
ټرمپ په کال ۲۰۲۴ کې کېدونکي صدارتي انتخاب کې د ودرېدو اعلان کړی او په دې لړ کې سیاسي غونډو ته وېناګانې هم کوي.
ای پي وايي ټرمپ به ځان د جورجیا په فلټن جېل کې ځان حکومتي چارواکو ته سپاري خو زیات وخت به هلته نه تېروي.
د ترمپ او سرکاري وکیلان د دوو لکو ډالرو په ضمانت په راضي شوي دي. په ټرمپ دا شرط هم لګول شوی چې نور مدافعین، عېني شاهدین او یا د مقدمې سره تړلې نور کسان به نه ویروي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
Forum