لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ترکي کې د واورې د ښوېدو په پېښو کې ٣٨ کسان مړه شوي


د ترکي د امدادي ادارې یو چارواکي وویل د پېښې د ځانی نه د ٣٣ کسانو مړي موندل شوي دي چې پکې پولیس، پوځي عسکر او رضاکاران شامل دي
د ترکي د امدادي ادارې یو چارواکي وویل د پېښې د ځانی نه د ٣٣ کسانو مړي موندل شوي دي چې پکې پولیس، پوځي عسکر او رضاکاران شامل دي

د ترکي په ختیځ کې د واورې د ښوېدو په دوو پېښو کې ٣٨ کسان مړه، ٥٣ زخمیان او گڼ شمېر نور کسان بې درکه شوي دي.

په مړه شویو کې ٣٣ کسان د امدادي ډلې غړي وو چې په واوره کې د نورو بې درکه کسانو لټون دپاره د شورو، چهارشنبې، په ورځ سیمې ته ورغلي وو.

د ترکي د ایران سرحد سره نژدې سیمې ته د امدادي ادارو قریباً ٣٠٠ کارکونکي لیږل شوي وو چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ پرې د غر د خوا نه واوره ور وښوېده او دغه کسان په سړک د واورې دلاندې ښخ شول.

د ترکي د امدادي ادارې یو چارواکي وویل د پېښې د ځانی نه د ٣٣ کسانو مړي موندل شوي دي چې پکې پولیس، پوځي عسکر او رضاکاران شامل دي.

په دغه سیمه کې د واورې د ښوېدو بله پېښه د نهی، سه شنبې، په ورځ شوي وه چې پکې پنځه کسان مړه شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG