لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکي په انتخاباتو کې صدر اردوان ولې د نیوزیلنډ پر جوماتونو د برید ویډیو ښکاره کوي؟


نن د اتوار یا یکشنبې په ورځ په ټول ترکي کې خلک د مقامي حکومتونو لپاره خپله رائې ورکوي. ویل کیږي دا به صدر طیب اردوان لپاره یو چلینج وي.

څیړونکي امکان څرګندوي چې د ښاغلي ارودان لپاره به ګرانه وي چې د هیواد سترو ښارونو، انقره او استنبول کې بریا ترلاسه کړي.

د رائې ورکولو په وخت ووټران به په هیواد کې د اقتصادي بحران او ورځ تر ورځه د ګرانې ستونزې په نظر کې ساتي.

یو انجنیر ائیدم وايي: "د حکومت د غلطو پالیسو له سببه زمونږ اقتصاد ورځ تر ورځه خرابیږي. زما زیاتره ملګري د نوکرو په لټون کي دي او د ځینو ملګرو نوکري، د اقتصادي بحران له وجهې ختمې شوې دي."

استنبول د ترکي لوی ښار او کاروباري مرکز دی. نظر پوښتنې ښيي په دغه ښار کې به ډیره سخته مقابله وي. د اردوان اې کې ګوند د تیر پنځلس کلنو نه د دغه ښار واک سنبال کړې.

د اې کې پي ګوند ملاتړی سینان د رائې ورکولو وروسته ویلي، زه طمعه لرم چې دا ووټونه به مثبتې نتیجې راوړي او مونږ به په ډیرو ووټونو سره اوګټو.

که څه هم د صدر اردوان نوم د ووټ په پرچې باندې نشته، خو هغه د ځايي الیکشن کمپائن په خپله سنبال کړی.

د څیړونکو په نظر د هغې وجه دا ده چې ښاغلی اردوان یریږي چې استنبول کې د هغه د ګوند حکومت په خطره کې دې. تیرو څو ورځو کې ښاغلې اردوان په ټول ښار کې په درځنونو جلسو او لاریونونو کې برخه اخیستې او د خپل ګوند د ملګرو لپاره یې کمپاین کړی دی.

دغه کمپائن په وخت صدر اردوان د هیواد اقتصاد باندې د وینا نه ډډه کړي او د هیواد د امنیتې ستونزو په اړه یې خبرې کړي. په دغه کې د کردي بیلتون خوښو لخوا راپیښ شوي مشکل ذکر هم کیږي.

تیره میاشت د نیوزیلنډ په جوماتونو کې ډزې شوی وې. او اوس صدر اردوان الیکشن کمپائن په وخت په جلسو کې د دغه ډزو ویډیوګانې څو څو وارې چلولي.

ښاغلې اردوان هڅه کوي چې خپل ځان د ټولې نړۍ د مسلمانو د محافظ په توګه معرفي کړي. د څیړونکو په نظر داسې کولو سره هغه قامي او مذهبي پلویان خپل ځان ته رانزدې کول غواړي.

که څه هم ښاغلې اردوان د اقتصادي بحران نه سترګې پټوي خو د څیړونکو په نظر دا وخت د ترکي لویه مسله ګراني ده. ویلې کیږي چې هیوادکې د خوراکې سامان 30 فیصده پورې ګران شوی او په الیکشن کې به پدې خبرې کیږي.

د استنبول مرمره یونیورسټې کې پروفیسر بارس دوستر وايي. زما په خیال د الیکشن د ټولو نه غټه مسله سبزیانو د نرخ زیاتوالې دې، داسې به او وایو چې د بادرنګ او د ټماټر نرخونه. او دغه په الیکشن کې د اردوان سخت مخالف دي.

په استنبول او نور غټو ښارونو کې حکومت جوړول د ښاغلي اردوان د صدرات لپاره ډیر مهم دي. د ترکي په سیاست کې د پخوانه دا ویلې کیږي چې استبول د چا په واک کې وي نو باقي ترکې هم دهغوی په واک کې وي.

که انقره او استنبول کې د صدر اردوان ګوند حکومت جوړ نکړای شي، نو دا به د هغه سیاست لپاره لویه خطره وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG