لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ترک مامورینو امکان څرگند کړی چې گنې خبریال جمال خاشقجي د سعودي قونصلگرۍ دننه وژل شوی


د کال ٢٠١١ د امن نوبېل انعام گټونکي یمني مېرمن توکل کامران د جمال خاشقجي تصویر نیولی او د هغه د ازادۍ غوښتنه کوي

د ترکي چارواکو ویلي سعودي خبریال جمال خاشقجي، چې په امریکا کې یې د جلاوطنۍ ژوند کولو، تېره هفته په استنبول کې د سعودي عرب د قونصلګرۍ دننه وژل شوی دی.

جمال خشقجي د خپل واده دپاره د یو سند ترلاسه کولو په غرض استنبول کې سعودي قونصلگرۍ ته ورغلی و خو تر اوسه نه بیا نه دی لیدل شوی.

ښاغلي خاشقجي ته کوژدن شوي ترک مېرمن خدیجه ازرو د سعودي قونصلگرۍ بهر د هغه انتظار کولو خو هغه وايي کېدونکی خاوند یې بهر را وه نه وتلو.

د سعودي حکومت ویلي د جمال خشوگي د وژل کیدو الزامات بې بنیاده دي.

ښاغلی خاشقجي د سعودي وګړي دې او د سعودي عرب د قامي ورځپاڼو تر څنګ امریکايي ورځپاڼې واشنګتن پوسټ دپاره به یې هم لیکل کول.

تیر کال چې کله د سعودي عرب د حکومت مخالفینو پرضد عملیات شروع کړل خاشقجي به په سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سختې نیوکي کولې او بیا په خپله یې د جلاوطنۍ ژوند خپل کړو.

د ترکي چارواکو رویټرز خبري ادارې ته وویل چې د پولیسو وړومبۍ پلټنې ښايي چې ښاغلې خاشقجی په استبول کې د سعودي عرب په قونصلګرۍ کې وژلې شوی دي. رپورټ زیاتوي چې خبریال د یو سازش د لاندې وژل شوی او بیا دهغه مړی د قونصلګرې نه بهر وړل شوی دی.

خو د رائټرز سر چینو دا نه دي ویلي چې هغوي دا فکر ولې کوي چې گنې خاشقجي وژل شوی دی.

خو د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼه د خاشقجي د ملګري او د ترکش عرب میډیا ایسویشن مشر توران کیسلکي له قوله لیکي چې ترک چارواکو هغه ته پخلی کړی چې خاشقجي وژل شوی او د هغه مړی ټوټې کړل شوی دی.

یو شمیر میډیا رپورټونو ترمخه د سعودي عرب هغه ١٥ کسان چې د نهې به ورځ د سعوی قونصلګري نه رواتلې وو د ترکي پولیس امکان څرګنده وي چې هغوي د خاشقجي په کیس کې لاس لرلو.

خو د نیویارک ټائمز خپل رپورټ کې د سرچینو د خولې لیکي دغه سعودي وګړي راغلي وو چې خاشقجي خاموشه کړي، خو دا نه ده معلومه چې دهغوي اراده خشوګي سعودي عرب ته د تختولو وو او هغه تر په غلطې ووژلې شو او کنه دهغوي ارده دهغه وژل وو.

په استبول کې د سعودي قونصل جنرل محمد ال اوطبي د خالي په ورځ رائټزرز خبري ایجنسې ته اوښودل چې خاشقجي په قونصلګري کې نشته.

XS
SM
MD
LG