لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېبرا لاینز ملګرو ملتونو ته: د سیمې ملکونو سره یوځای کوشش وکړئ چې افغان اړخونه مذاکراتو ته کېنوئ


د افغانستان د پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاینز
د افغانستان د پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاینز

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاینز د ملګرو ملتونو په امنیت شورا یا سېکیورېټي کاونسل غږ کړی چې د سیمې د ملکونو په مرسته دې کوشش وکړي د بین الافغاني خبرو فریقین د مذاکراتو مېز ته راولي.

ډېبرا لاینز چې د ملګرو ملتونو سېکوریټي کاونسل ته خبرې کولې، دا هم وویل پکار نه ده چې د طالبانو سره په خبرو کې د ښځو، سړو او یا د انساني حقونو په قیمت مفاهمت وشي.

بل اړخ ته د افغانستان خارجه وزیر محمد حنیف اتمر هم امنیت شورا ته وینا وکړه او ویې ویل چې صدر اشرف غني د نیک نیتۍ په بنیاد د امن تګلاره وړاندې کړې وه چې پکې د ډزبندۍ، د اقتدار د شریکولو او د وخت نه مخکې د انتخاباتو تجویز شوی و.

حنیف اتمر سکیورټي کاونسل ته وویل لس میاشتې شوي خو طالبان د سولي سنجیده خبرو ته نه دي تیار شوي، نه یې د صدر اشرف غني تجویزونو ته ځواب وېلی او نه هم خپل تجاویز وړاندې کړي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاینز دا هم وویل چې په افغانستان کې د جنګ تېزېدل، د ډېرو نورو ملکونو امن ته خطره پېښوي. مېرمن ډېبرا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، د خارجي قواوو دا اعلان چې له افغانستانه به ووځي، ټول ملک ته یوه جټکه ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وویل: «ډېری ولسوالۍ چې قبضه شوي دي، د ولایتونو د سرښارونو شاوخوا پرتې دي او دا ښیي چې طالبان ځان دې ته آماده کول غواړي چې کله خارجي قواوې پوره له افغانستان ووځي، طالبان په دې سرښارونو قبضه ولګوي.»

ډېبرا لاینز زیاته کړه چې په افغانستان کې د جګړې سېوا کېدل، ډېرو نږدې او لېرې ملکونو ته د ناامني په معنا ده.

هغې دا هم وویل چې د مئې میاشت راهسې طالبانو د افغانستان په ۳۷۰ ولسوالیو کې د ۵۰ نه زیاتې نیولي دي. د یادونې وړ ده چې د نهې/سې شنبې په ورځ افغان حکومت خبر ورکړ چې له یو شمېر ولسوالیو یې طالبان بېرته شا ته کړي او ګڼ شمېر طالب جنګیالي یې وژلي دي.

د ملګرو ملتونو سفارتکارې وویل د افغانستان په اړه لکه د سیاست، امنیت، د سولې بهیر، اقتصاد، بشري امداد او د کرونا وایرس په شمول ټول رجحانات "منفي یا منجمد" دي.

د رویټرز ترمخه مېرمن لاینز زیاته کړه چې دې نه انکار نشي کېدلی حالات د سنګینو نتایجو په لوري بېرته تللی شي.

د ملګرو ملتونو استازې په افغانستان کې د حالاتو په اړه خبرې په داسې حال کې کړي چې افغان صدر اشرف غني او د سولي د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله به د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د صدر جوبایډن سره ویني.

بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت ویلي په لسو ولایتونو کې په زرګونو خلک د طالبانو خلاف راپاڅېدلي دي او وزارت ورته د طالبانو خلاف جنګېدو دپاره وسلې ورکړي دي.

د وزارت مرستیال ویاند فواد امان د وي او اې اشنا څانګې ته وویل چې ولسي وګړي په تخار، بغلان، جوزجان، سرپل فاریاب، کندز، بلخ، پروان، کندهار، کاپېسا او بادغیس ولایتونو د طالبانو په ضد جنګ کې برخه اخلي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفارتکارې لېنډا تامس ګرینفېلډ وویل افغانستان نه د ځواکونو د ستنولو فیصله امریکې ډیره په سنجیدګۍ کړې وه او امریکا به په اینده کې هم افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي.

هغې د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته وویل امریکا به د سفارتي هلو ځلو، اقتصادي مرستي او په نورو پرامنه طریقو افغانستان او د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.

دا رپوټ د رائټرز خبري ادارې د رپوټ پر بنیاد لیکل شوی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG