لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ګاونډي ملکونو په افغانستان کې د امن او بېن الافغاني خبرو ملاتړ وکړو


افغان صدر اشرف غني په ورستیو ورځو کې په طالبانو د ډزبندۍ غږ کړی

د ملګرو ملتونو په انتظام د افغانستان په موضوع یوه غونډه کې د افغانستان شپږو ګاونډیو هېوادونو، د امریکې او روس ترڅنګ په افغانستان کې امن او د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړو.

د ملګرو ملتونو ترجمان وویل په افغانستان د بحث مرکزي ټکي د بېن الافغاني خبرو دلارې په جنګ ځپلې هېواد کې د امن جامع تګلاره او د دې دپاره سیمه اییز ملاتړ وو.

د غونډې برخه والو په افغانستان کې د امن او امان او سوکالۍ حمایت وکړو او د ملګرو ملتونو د مشر دا غوښتنه یې تکرار کړه چې د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې دې د افغانستان په جنګ کې ښکېلې دلې ډز بندي وکړي.

ملګرو ملتونو وویل په افغانستان کې د ولس ژوندونو د تحفظ او د پرامنه پرمختګونو مرسته به کوي.

د انټرنېټ یا ټېلې کانفرنس د لارې د افغانستان په اړه غونډه کې خپله افغانستان، چین، ایران، پاکستان، روس، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او د امریکې استازو شرکت وکړو.

XS
SM
MD
LG