لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: نړیوال دې له طالبانو سره په اړیکو "عادي کولو" کې بشري حقونو ته اولیت ورکړي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنټ په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت د لا خرابېدو د مخنیوي او افغانانو ته د هیلې ورکولو لپاره له طالبانو او نړیوالې ټولنې د بیړنو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ریچرډ بېنټ د فرورۍ پر 29مه په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا 55مې غونډې ته د افغانستان د حالاتو په په اړه خپل تازه رپوټ وړاندې کړ چې پکې یې د طالبانو د اقداماتو له کبله په ټولنه کې د ښځو او نجونو د ختمېدونکي رول په اړه اندېښنه ښکاره کړه:

"ښځې او نجونې له عام ژونده لرې کړل شوې دي، سوله ییز مخالفت نه زغمل کیږي، تشدد او د تشدد ګواښ د خلکو د کنټرولولو او د ویرې د خپرولو لپاره د معافیت په توګه کارول کیږي".

د طالبانو حکومت د تېر په څېر د ریچرډ بېنټ رپوټ رد کړی او دا یې د خپل حکومت په ضد پروپیګنډه بللې ده. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ پر خپل ایکس لیکلي:

"د بشري وضعیت په اړه د ریچارد بنټ راپور بیا هم د اسلامي امارت په وړاندې د پروپاګند کولو هڅه ده، کنه د پخوا په نسبت ټول افغانان ښځې او نارینه په مراتبو، فزیکي، مالي او روحی مصئونیت لري، څوک د چا په حق تجاوز نشي کولای، هر وګړی د خپلو شرعي حقوقو خاوند دی او په امن کې ژوند کوي. "

ریچرډ بېنټ وویل دا اقدامات له اقتصادي او بشري بحران سره یو ځای کېږي چې وایي په دې هېواد کې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د انکار سبب شوي دي. ښاغلي بنیټ وویل:

"طالبانو په ولسي ځایونو کې خلکو ته ښکاره د مرګ او بدني سزاګانې ورکوي او د باور وړ رپوټونه شته چې دوی د حکومت مخالفان په غیرقانوني توګه وژني، بې درکه کوي یې او اذیت ورکوي، چې د هزاره ګانو غوندې له توپیري چلند او د ټولنې له خوا له څنډې ته کېدو سره مخ دي".

د امنیت شورا په غونډه کې د ګڼ شمېر هېوادونو استازو هم ګډون کړی وو او دوی اکثرو د افغانستان د حالت په اړه نه یواځې د ریچرډ بېنټ معلومات او ارزونه تایید کړې بلکې په دې هېواد کې یې د بشري او اقتصادي حالت د ښه کېدو لپاره له نړیوالې ټولنې د اقداماتو غوښتنه وکړه.

ریچرډ بېټ وویل د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو خلاف د طالبانو د تشدد اقدامات زیات شوي او ویې ویل چې په دغو اقداماتو کې په سختۍ سره د جامو اغوستلو د اقداماتو عملي کول هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر وویل په افغانستان کې د جنسیت په بنیاد توپیري چلند په بې سارې توګه د قانون په چوکاټ کې عام، منظم او پراخ شوی چې د جنسي ځورونې کچې ته لوړ شوی او دا جواز جوړوي چې د "جنسي اپارتایډ" په توګه یاد شي.

ښاغلي بېنټ وویل په دې اړه به نور معلومات د روان 2024م کال د جون میاشتې په رپوټ کې خپاره کړي.

ریچرډ بېنټ وویل، "زه تر شپږم ټولګي پورته د ښځو او نجونو پر تعلیم په بندیز او په غیرسرکاري ادارو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار په بندیز باندې ډېر خواشینی یم".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر په افغانستان کې د کار پر مهال د مدني ټولنې د فعالانو او خبریالانو د خپلسره نیول کېدو او بندي کېدو یادونه هم وکړه او ویې ویل طالبان په دغه هېواد کې له وړاندې تنګه شوې مدني فضا د هغو فعالانو لپاره نوره هم تنګه کړې ده چې لا هم په هېواد کې پاته دي.

ریچرډ بېنټ وویل دا ډېره مهمه ده چې نړیواله ټولنه د اړیکو عادي کېدو په برخه کې پر خپلو غوښتنو ټینګ ودرېږي او خپل اقدامات د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو په حالت کې د پام وړ پرمختګ په اړتیا پورې وتړي:

"د یو داسې افغانستان لپاره چې پخپله او له خپلو ګاونډیانو سره په امن کې وي، زه پر طالبانو بیا ږغ کوم چې د بشري حقونو په برخه کې خپل ریکارډ ښه کړي".

ریچرډ بېنټ د 2022م کال د مې پر لومړۍ نېټه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر په توګه ټاکل شوی او له هغه راهیسې یې څو ځله د دې هېواد پر حالت د امنیت شورا ته د خپلو ارزونو او معلوماتو په بنیاد رپوټونه وړاندې کړي او په ټولو کې یې د طالبانو په واکمنۍ کې بشري حالت د اندېښنې وړ بللی خو طالبانو د هغه رپوټونه رد کړي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG