لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د مېرمنو څانګې د طالبانو په کابینه کې د مېرمنو په نشت والي مایوسي څرګنده کړې


په کابل د طالبانو د واک وروسته مېرمنو د خپلو حقونو د دفاع دپاره په کابل او په نوور ښارونو کې مظاهرې هم کړي دي. ډېوډیین وویل "د دې مظاهرو دلارې مونږ ولیدل چې افغان مېرمنې به خپل حقونه دلاسه ورنکړي، څوک به یې لمنځه یونسي." 
په کابل د طالبانو د واک وروسته مېرمنو د خپلو حقونو د دفاع دپاره په کابل او په نوور ښارونو کې مظاهرې هم کړي دي. ډېوډیین وویل "د دې مظاهرو دلارې مونږ ولیدل چې افغان مېرمنې به خپل حقونه دلاسه ورنکړي، څوک به یې لمنځه یونسي." 

مېرمنو د حقونو او ترقۍ دپاره د ملګرو ملتونو څانګې یوناټېډ نېشنز وېمن د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشت والې "ژوره" مایوسي څرګنده کړې ده او ویلي یې دې چې د نړیوالې ټولنې دپاره دا خبره د منلو وړ نه ده چې ښځې په حکومت کې نه دي شاملې کړی شوي.

په افغانستان کې د یو اېن وېمن نایبې استازې اېلېسن ډېوډیین د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وډیو د لارې کابل نه خبریالانو ته وویل چې نه یوازې په افغانستان بلکې په هر ملک کې په حکومت کې د ښځو عدم شمولیت د منلو وړ ګام نه دی.

طالبانو د نهې، سه شنبې، په ورځ د خپل حکومت موقتي کابینه اعلان کړه چې زیاتره پکې ملایان دي او مېرمنې پکې نمایندګي نه لري.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د طالبانو په موقتی کابینه کې د ښځو د وزارت دپاره څوک نه دي ګمارل شوي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د طالبانو د موقتي کابېنې اعلان وکړو
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د طالبانو د موقتي کابېنې اعلان وکړو

د طالبانو په تیر حکومت کې د ښځو په تعلیم، کار روزګار او په سیاسي او ټولنیز ژوند کې په برخه اخیستلو پابندي وه.

په کابل د واک ترلاسه کولو وروسته د طالبان ترجمان ذبیح الله مجاهد په خپل لومړي خبري کانفرنس کې ویلي وو چې د افغانانو د بنیادي حقونو احترام به کوي.

په کابل کې د یو اېن وېمن نمایندې د طالبانو د کابېنې په اړه وویل طالبانو دا موقع دلاسه ورکړه چې دنیا ته یې ښودلی وی چې دوی ټول شموله او مترقي ټولنه جوړول غواړي.

یو اېن وېمن د تېرې یوې لسیزې راهسې په افغانستان کې کار کوي او د کابل نه علاوه په پنځو ولایتونو کې نمایندګي او ۷۵ ځايي او خارجي کارکوونکي لري.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د کال ۲۰۰۴ د افغانستان ایین یا اساسي قانون مېرمنو ته د جنسي مساوات ضمانت ورکوي او په تېرو شلو کلونو کې د ژوند په ګڼ شمېر برخو کې پرمختګ کړی دی.

په کابل د طالبانو د واک وروسته مېرمنو د خپلو حقونو د دفاع دپاره په کابل او په نوور ښارونو کې مظاهرې هم کړي دي.

ډېوډیین وویل "د دې مظاهرو دلارې مونږ ولیدل چې افغان مېرمنې به خپل حقونه دلاسه ورنکړي، څوک به یې لمنځه یونسي."

د افغان مېرمنو د مظاهرو باوجود د یو اېن وېمن استازې وویل د مدني ټولې مېرمنو فعالانو، د انساني حقونو پلویانو او مشرانو نه یې داسې رپورټونه ترلاسه کړي دي چې مېرمنو کومې ګټې ترلاسه کړي دي د طالبانو په واکمنۍ کې به بېرته واخیستل شي، لکه د ښځو په کارروزګار به پابندي ولګلول شي او د کورنۍ د سړي نه بغیر به یوازې د کور نه بهر نشي وتلی.

په کابل کې د یواېن وېمن استازې اېلېسن په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې د افغان مېرمنو د حقونو د تحفظ دپاره دې د شهري حقونو هغو تنظیمونو مالي مرسته وکړي چې مشري یې د ښځو په لاسونو کې ده. هغې زیاته کړه هم ددې دلارې پرمختګ او احتساب ترلاسه کېدلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG