لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يونېسېف: د پاکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د مېلینونو ماشومانو ژوندونه د خطر سره مخامخ دي


په اسلام اباد کې د یونېسېف نماینده عبدالله فاضل د وډیو دلارې په جینوا کې خبریالانو ته وویل چې د سېلابونو وروسته ماشومانو دپاره حالات نور هم خراب شوي دي او د ګڼ شمېر ماشومانو ژوندونه د خطر سره مخامخ دي
په اسلام اباد کې د یونېسېف نماینده عبدالله فاضل د وډیو دلارې په جینوا کې خبریالانو ته وویل چې د سېلابونو وروسته ماشومانو دپاره حالات نور هم خراب شوي دي او د ګڼ شمېر ماشومانو ژوندونه د خطر سره مخامخ دي

ماشومانو د خېر ښېګړې دپاره د متحده قومونو ادارې یونېسېف ویلي د پاکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې قریباً څلور مېلین ماشومان د سېلابونو نه وروسته د ولاړو خیچنو اوبو سره نژدې اوسېږي او دا ډول يې ژوندونه د خطر سره مخامخ دي.

يونېسېف وویل د تېر کال د سېلابونو نه مخکې هم په پاکستان کې د یو اشاریه شپږ مېلین نه زیات ماشومان د خوراک د سخت کمي او شپږ مېلین نور ماشومان د بدني کمزورۍ ښکار وو.

په اسلام اباد کې د یونېسېف نماینده عبدالله فاضل د وډیو دلارې په جینوا کې خبریالانو ته وویل چې د سېلابونو وروسته ماشومانو دپاره حالات نور هم خراب شوي دي او د ګڼ شمېر ماشومانو ژوندونه د خطر سره مخامخ دي.

هغه وویل څلور مېلین ماشومانو د ژمي سخت ساړه ښکار دي او یخ نه د بچ کېدو سرپناه نه لري.

فاضل وویل په سېلاب ځپلو سیمو کې ماشومان د مېلېریا او د هېضې په شان ناروغو د خطر سره هم مخامخ دي. هغه زیاته کړه خلکو ته په وخت دوا ورکولو او د نورو احتیاطونو له امله ملېریا نه د ماشومانو د مرګ شرح کمه وه.

د یونېسېف د پاکستان نماینده وویل هېضې دلاسه هم د ماشومانو د ډیرو مرګونو مخه ځکه ونیول شوه چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د صفا اوبو او د علاج سهولت مهیا کړی شوی و.

هغه وویل د صحت نه علاوه تعلیم هم په سېلاب ځپلو سیمو کې د تشویش لویه مسله ده. د هغه په خبره ۲۴۰۰ سکولونه سېلاب تباه کړي دي.

فاضل زیاته کړه چې په سېلاب ځپلو سیمو کې ۱۰۰۰۰ د زدکړې عارضي مرکزونه قایم کړی شوي دي چې ۹۰۰۰۰ ماشومانو پکې تعلیم ورکول کېږي.

په پاکستان کې ۲۳ مېلین ماشومان د سېلابونو نه مخکې هم سکول ته نه تلل خو د سېلابونو وروسته فاضل وویل دوه مېلین نور ماشومان د سکولونو ته محرومه شوي دي.

فاضل وویل د موجوده خراب صورتحال باوجود یونېسېف تر اوسه د ۱۷۳ مېلین ډالرو امداد د نیمې نه کمه برخه ترلاسه کړې ده. هغه وویل یونېسېف دغه مالي امداد ته ضرورت لري چې د موسمي بدلون دلاسه تباهۍ راغلي تباهۍ وروسته د ماشومانو په بحالۍ يې خرچ کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات په جینوا کې د وي او ای خبريالې لیزا شلاین د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG