لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا به په افغانستان کې د طالبان په ضد د پرمختگ په اړه معلومات نه څرگندوي


ښاغلي ساپکو وویل افغانانو ته، خپله طالبانو ته او هم امریکايي ځواکونو ته معلومه ده چې کومې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي. هغه زیاته کړه د امریکې ټېکس ورکونکي شهریان چې په افغانستان کې د امریکايي پوځي عملیاتو قیمت ادا کوي یوازني خلک دي چې د ځمکني صورتحال نه ناخبره دي
ښاغلي ساپکو وویل افغانانو ته، خپله طالبانو ته او هم امریکايي ځواکونو ته معلومه ده چې کومې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي. هغه زیاته کړه د امریکې ټېکس ورکونکي شهریان چې په افغانستان کې د امریکايي پوځي عملیاتو قیمت ادا کوي یوازني خلک دي چې د ځمکني صورتحال نه ناخبره دي

په افغانستان کې مېشته امریکايي ځواکونه د طالبان په ضد د پرمختگ اندازه لگولو دپاره دا معلومات راټولوي چې څومره ولسوالۍ د افغان حکومت او څومره د طالبانو په ولکه کې او یا د طالبانو د اثر د لاندې دي.

خو د قاطع ماموریت ځواکونو د سږ کال په شروع کې فېصله کړې ده چې دغه معلومات به نه څرگندوي یا عام ولس ته به دغو معلوماتو ته رسايي نه لري ځکه چې دغه معلومات په فېصلو کې د "محدودې" کچې اهمیت لري.

خو امریکايي استخباراتي چارواکي بېل نظر لري او وايي استخباراتي مامورین د ولسوالیو د کنټرول په اړه معلومات راجمع کوي او لوړ رتبه حکومتي مسولینو ته یې وړاندې کوي. دا خبره د دفاع وزارت یا پېنټگان انسپکټر جنرل تېره میاشت په خپل رپورټ کې کړې ده.

پوځي چارواکي وايي په افغانستان کې د ولسوالیو د صورتحال په اړه د استخباراتي ادارو معلومات هم د قاطع ماموریت ځواکونو د معلوماتو په څېر دي خو په استخباراتي معلوماتو کې ډیر تفصیل وي او عام ولس ورته لاس رسايي نه لري یا خفیه ساتل کیږي.

د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټگان ترجمانې کموډور ربېکا ربرېچ د وي او ای انگریزۍ څانگې ته وویل قاطع ماموریت به د معلوماتو خلاصه وړاندې کوله او دغه د معلوماتو خلاصه به کلاسېفایډ یا خفیه نه ساتل کېده.

کموډور ربېکا وویل د دفاع وزارت گڼي چې د دې خبرې وضاحت د استخباراتي ادارو مسولیت دی چې دوی ولې د افغان ولسوالیو په اړه معلوماتو راټولو ته دوام ورکړی دی.

په افغانستان کې د بیا روغونې د کار د امریکې حکومت د څار ادارې سیگار د امریکايي پوځ په دې فېصله تشویش څرگند کړی و په افغانستان ولسوالیو کې د ثبات یا عدم ثبات په اړه به معلومات نه وړاندې کوي. سیگار دا هم د تشویش خبرې بللې وه چې ځینې معلومات په غیرضروري توگه کلاسېفایډ یا خفیه ساتل شي.

سیگار وویل چې د ځینو نیمگړیتاو پرته د قاطع ماموریت معلومات یوازنی داسې لاره وه چې په افغانستان کې د ځمکني حالاتو په اړه پکې په تفصیلات ترلاسه کېدل.

سیگار په خپل رپورټ کې دا هم وویل چې د قاطع ماموریت پخوانیو مشران په ولسوالیو کې د ثبات په اړه دغه معلومات گټه ور گڼل.

د وي او ای انگریزۍ څانگې رپورټ وايي د امریکې کانگرس هم په افغانستان کې د پرمختگ په اړه د شفافیت دغه کمې په پام کې نیولی دی.

د کانگرس د ایوان نمایندگان یا هاوس اف ریپرېزینټېټېوز د پوځي چارو کمېټۍ د ډیموکرېټک پارټۍ غړي اېډم سمت د گل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د صدر ټرمپ د حکومت په دغه دریځ په مکمله توگه باور نه کوي. هغه وویل د وایټ دریځ خو داسې دی لکه چې که حقایق د دوی د خوښي نه وي نو بدل دې کړی شي.

ښاغلي سمت وویل د پېنټگان چارواکو سره یې رابطې کړی او د فاع وزارت ورته د شفافیت باور ورکړی دی خو هغه ته دا ډاډ نه دی ورکړی شوی چې ایا په افغانستان کې د ولسوالیو د صورتحال په اړه به ورته نور معلومات ورکړی شي او که نا؟

د قاطع ماموریت ځواکونو په افغانستان کې په ولسوالیو کې د ثبات په اړه معلومات وړانډې کول په داسې حال کې ودرول چې د افغان حکومت په ولکه کې د ولسوالیو شمېره د ریکارډ ټیټې کچې ته وغورځېده.

سیگار د تېرکال د نومبر په میاشت کې په خپل رپورټ کې وویل چې د افغان حکومت د کنټرول او یا د اثر لاندې ولسوالیو شرح ٥٦ فیصد ده، چې د کال ٢٠١٥ راهسې په ولسوالیو د حکومت د اثر تر ټولو ټېټه کچه وه. سیگار د کال ٢٠١٥ راهسې د دغه ډول معلوماتو ریکارډ ساتي.

د کال ٢٠١٨ د جنورۍ په میاشت کې سیگار وویل د افغان حکومت د واک اختیار او یا اثر د لاندې ولسوالیو شرح ٥۴ ته وغورځیدله.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترجمان کرنل ډېوډ بټلر د دې میاشت په شروع کې د افغان ولسوالیو په اړه د معلوماتو د نه وړاندې کولو فېصلې دفاع ورکړه. هغه وویل د ولسوالیو په اړه دغو معلوماتو د ولس د تحفظ په لړ کې څه مرسته نه کوله او استخباراتي ادارې په افغان ولسوالیو کې د ثبات په اړه معلومات لري چې سیگار هم ورته رسايي لري.

د سیگار یو چارواکي وي او اته وویل داسې هیڅ څرگندونه نه لري چې اداره دغه استخباراتي معلوماتو ته رسايي لرلی شي او یا به دغه معلومات عام خلک هم کتلی شي.

د سیگار مشر جان ساپکو د اپریل په میاشت کې خبریالانو ته وویل په افغانستان کې د کامیابۍ او یا د ناکامۍ په اړه معلومات یا خو نا پېد دي او یا خفیه ساتل شوي دي.

ښاغلي ساپکو وویل افغانانو ته، خپله طالبانو ته او هم امریکايي ځواکونو ته معلومه ده چې کومې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي. هغه زیاته کړه د امریکې ټېکس ورکونکي شهریان چې په افغانستان کې د امریکايي پوځي عملیاتو قیمت ادا کوي یوازني خلک دي چې د ځمکني صورتحال نه ناخبره دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG