لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا به په زور او یا په رضا د افغانستان څخه وځي، طالب مرکچي وايی


په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد
په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد

د امریکې سره مذاکراتو کې د طالبانو مشر مرکچي ویلي امریکا په افغانستان کې د ماتې سره مخامخ ده او یا به په خپله خوښه او یا به په زورد افغانستان وځي.

شیرمحمد عباس ستانکزي دا خبرې د اپریل په ٢٨ نېټه په دوحه، قطر، کې د طالبانو په خپل منځو کې په یوه غونډې کړې دي. د دغو خبرو نه دوه ورځې وروسته د هغه په مشرۍ کې طالبانو په قطر کې د امریکې سره د مذاکراتو ورستۍ ناسته پېل کړه. د امریکايی ډلې مشري په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد کوي.

د جمعې په ورځ په طالب پلوه ویب پاڼو د ستانکزۍ د خبرو وډیو خپره شوه چې هغه پکې د برطانيي، پخواني روس او د موجوده وخت خارجي د ځواکونو خلاف په جنگېدو د افغانانو د مېړانې ستاینه کوی.

هم د جمعې په ورځ د امریکې او د طالبانو د مذاکراتو ورستۍ ناسته ختمه شوه چې یوه هفته یې دوام درلود.

شیرمحمد عباس ستانکزي وویل "په تیره یوه پېړۍ کې دریو لویو قوتونو ته ماتی ورکولو کې خدای زمونږ مرسته کړې ده. دریم لوې طاقت چې مونږ ورسره دا وخت مخامخ یوو انشاالله ماتې ته نژدې دی. تاسو به زر واورئ چې دوی به په خپله خوښه او یا به په زور" د افغانستان ووځي.

د خالي، شنبې، په ورځ د امریکې د دفاع پخواني وزیر رابرټ گېټس وویل که چېرې د افغانستان حکومت باثباته نه وي او امریکا د افغانستان څخه وځي نو دا "حقیقي خطر" موجود دی چې طالبانو به بیا د هېواد اختیار په لاس کې واخلي.

د امریکې سي بي اېس ټېلې وژن سره مرکه کې ښاغلي گېټس وویل طالبان اوس هم د افغانستان حکومت غواړي. هغه وویل پوښتنه دا ده چې ایا د طالبانو سره داسې مفاهمت کېدلی شي د افغانستان آئین ومني او د هېواد د سیاسي بهیر برخه شي؟

رابرټ گېټس د پخواني صدر براک اوباما په حکومت کې د دفاع وزیر و په داسې حالې کې د سي بي اېس سره خبرې کولې چې د صدر ډانلډ ټرمپ اعلان کړی دی چې په افغانستان کې د جنگ دپاره ټاکل شوي یو اشاریه پنځه ارب ډالر به اوس د امریکې په جنوبي سرحد په دیوال جوړولو مصرفېږي چې دا رنگ امریکې ته د خلکو د غیرقانوني راتگ مخه ونیول شي.

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد چې د طالبانو سره په مذاکراتو کې د امریکايي ډلې مشري کوي، تېره هفته یې په ټوېټر وویل په افغانستان کې د جنگ د ختمولو د چوکاټ په اړخونو خبرو کې پرمختگ دوام لري. خو هغه زیاته کړه چې پکار ده چې په خبرو کې د پرمختگ رفتار گړندی شي. زلمي خلیلزاد یو وارې بیا غږ وکړو چې په افغانستان کې دې تشدد ودرولی شي.

د طالبانو مشر مرکچی شیرمحمد ستانکزي وویل "مونږ خدای ته دعا کوو چې دوی (امریکا) په داسې ډول وځي چې په نتیجه کې یې په افغانستان کې امن او ثبات شي، په افغانستان کې اسلامی نظام او شریعت پرځای شي او د افغانانو ترمنځ د وینې نور توېدل نه وي."

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وي او ای ته وویل په کال ١٩٩٢ کې په کابل کې د کمېونټس حکومت د نسکورېدو ورځ لمانځلو دپاره د طالبانو د خپل منځو غونډه رابلل شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG