لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د طالبانو او امریکاییانو دوه ورځېنۍ خبرې ختمې شوې – مهم ټکي یې څه و؟


په قطر کې د طالبانو او د امریکا د استازو ترمنځ دوه ورځېنۍ خبرې، د اتوار/یکشنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

د امریکا خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي چې د افغانستان دپاره د امریکا خاص استازي ټام وېسټ د یو هیئت په مشرۍ چې هغه کې د امریکا د خارجه وزارت، خزانې وزارت، یو اېس اېډ، او استخباراتي ادارو استازي شامل و، د نوامبر په ۲۹مه او ۳۰مه، په قطر کې د طالبانو له استازو او ټېکنوکرېټو ماهرینو سره ملاقاتونه وکړل.

د خارجه وزارت ویاند نېډ پرایس په خپل ټویټر لیکلي چې طالبانو سره دا رابطه، "د اتحادیانو او ملګرو هېوادونو سره په هماهنګي کې، د افغانستان په اړه د یوې حقیقت پسندانه ډیپلماسۍ" ادامه ده.

د خارجه وزارت په بیان کې راغلي چې امریکایي هیئت په تېرو دوو ورځو ملاقاتو کې په طالبانو ټینګار وکړ خپلې هغه وعدې دې کلکې وساتي چې ویلي یې و هېڅ څوک به پرېنږدي چې د افغانستان د خاورې نه کوم بل ملک ته خطره پېښه کړي. همدا ډول د افغانستان نه د امریکني شهریانو او هغو افغانانو چې امریکا ورسره د وتلو وعده کړې ده، د خوندي لارې په برابرولو کې دې طالبان خپله وعده وساتي.

د بیان ترمخه، امریکایي هیئت په طالبانو دا ټینګار هم کړی چې د ټولو افغان شهریانو حقونه، په شمول د زنانه و او جینکو او اقلیتونو حقونه دې خوندي کړي، او یرغمل شوی امریکایی مارک فریرکس د خلاصون په برخه کې دې هم پخپلې وعدې عمل وکړي.

امریکایي چارواکو په دې لیدنو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د مبینه خلاف ورزیو په اړه هم ژوره فکرمندي ښودلې ده. د افغانستان دپاره د امریکا خاص استازي ټام وېسټ د دې ملاقاتونو نه پس پخپل ټوېټر ولیکل:

"طالبان په دې خبر دي چې امریکا د هغو راپورونو په حقله سخته فکرمنده ده چې وایي د افغانستان د پخواني ملي ځواکونو عسکر په انتقامي ډول وژل کیږي او جبري لادرکه کیږي. مونږ په کلکه طالبانو نه وغوښتل چې خپلو ټولو صفوفو کې دې خپله د عفوې کولو وعده یقیني کړي، او هغه کسان چې (د پخوانیو عسکرو د وژلو یا لادرکه کولو) ذمه وار دي، هغوی نه بازخواست وکړي."

د امریکا د خارجه وزارت په بیان کې دا هم راغلي چې دواړو اړخونو په افغانستان کې په روان بشري ناورین هم بحث کړی او امریکایي استازو وعده کړې چې په راروان ژمي موسم کې د خلکو د بنیادي ضرورتونو په اړه د ملګرو ملتونو او نورو بشري تنظیمونو ملاتړ به کوي، او بل دا چې امریکا په افغانستان باندې د بشري امدادونو کوم بندیزونه نه دي لګولي.

همدا شان امریکایي چارواکو په افغانستان کې د القاعده او داعش ډلو د موجودیت د دوام په اړه طالبانو ته په دې ملاقاتو کې خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا خارجه وزارت ویلي چې طالبانو د تعلیم په باب د نړېوالې ټولنې سره د تعامل په برخه کې کشادګي ښودلې او د دې کوششونو هرکلی یې کړی چې په هره کچه دې سکولونو کې د جینکو او ښځو د تعلیم د پرمختګ تصدیق او څارنه وشي، او بل دا چې طالبانو د تعلیم په سېکټر کې د مرستې مطالبه هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG