د امریکا د خارجه چارو وزیر جان کیري د کیوبا پایه تخت هوانا کښې نن د امریکا په سفارت کې د امریکا بیرغ د پورته کولو دستوره کښې برخه واخسته. په کیوبا کې پوره پنځوس کاله پس د امریکا سفارت پرانستل شو.
د امریکا خارجه وزیر کیوبا ته د رسیدو نه وړاندی په امریکاېي سفارت کې خلک راغونډېدل شورو شوی وؤ او 54 کاله د خرابو اړیکو ورستو په لومړی وار د دواړه ګاونډی ملکونو ترمینځ د فاصلو د ختمیدو لپاره د دستوری ننداره ېې کوله.
دغې دستورې ته د وینا په وخت ښاغلی کېري وویل په کیوبا کښې د امریکا سفارت دننه خپل ځان په کور محسوسوی او دا یو لوې پرمختګ دی چه دواړه ملکونو خپل زاړه اختلافونه یو اړخ ته کړل او د اړیکو ښه کولو لپاره ېې د نوؤ لارو پرانسته اوکړه.
ښاغلی کیری زیاته کړه نن دا دستوره د تیر دسمبر په میاشته کښې د امریکا صدر بارک اوبامه او د کیوبا مشر راول کاسترو لخوه د زړَوره فیصلی نتیجه ده چه مقصد ېې د دواړه ملکونو ترمینځ سفارتي اړیکې پرځاﺉ کول وو.
ولی ښاغلی کیری اوویل امریکا به په کیوبا کې د جمهوریت اصلاح او د بشری حقونو لپاره خپلې هلی ځلی پرځاېې ساتي او ددغی لپاره به د کیوبا په حکومت هم زور راوړی چه د ملګرو ملتونو د قانون لاندی خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.
د ښاغلی کیری سره وفد کښې د پخوانی پوځیان لیری مورٍس مارک ایسټ او جٍم ټریسی هم شامل وو چا چه کال 1961 کښې په هوانا کښې د امریکا بیرغ په آخیری ځل ښکته کړی وو.